د لاس رسي وړ اتصالات

فضلي: یو شمر کسان دې پر کرکټ بورډ له فشار راوستلو ډډه وکړي


د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس د هېواد له سیاسیونو وغوښتل چې په کرکټ لوبډلو کې د خپلو دوستانو شاملولو لپاره پر کرکټ بورډ له فشار راوستلو څخه ډډه وکړي.

عزيز الله فضلي دغه څرګندونې نن شنبه د «سلواغې پر ۲۶مه» د کرکټ بورډ د پخواني اجرائیه رئیس شفيق ستانکزي د مخښې مراسمو کې کولې.

ښاغلي فضلي که څه هم د کوم چا نوم یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه چې یو شمېر کسان هڅه کوي په کرکټ بورډ کې لاسوهنه وکړي او خپل خلک پکې مقرر کړي.

نوموړي د افغان کرکټ لوبډلې بریاوې د خپلو کلونو هڅو او کوښښونو پایلې وبللې او زیاته یې کړه چې خلک باید پر کرکټ بورډ له فشار راوستلو څخه ډډه وکړي.

فضلي وویل: "موږ هغه مهال کرکټ پيل کړى و، چې خلکو به راپسې خنداوې کولې، خو اوس چې موږ کرکټ دې ځاى ته راورساوه، نو اوس هغه خلک هڅه کوي چې په کرکټ بورډ کې لاسوهنه وکړي او خپل خلک دلته مقرر کړي."

هغه د افغانستان د کرکټ بورډ د پخواني اجرائيه شفیق ستانکزي هڅې وستایلې.

شفیق ستانکزي هم په دغو مراسمو کې خپله کاري موده له لاسته راوړنو ډکه وبلل او زیاته یې کړه چې لس کلن هدفونه یې په درې کولنو کې پوره کړل.

شفیق ستانکزی له تېرو څلورو کلونو د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئيس و چې روانه میاشت له خپلې دندې لیري شو او پر ځایې اسدالله خان د کرکټ بورډ سرپرست اجرائیه رئيس مقرر شو.

اسدالله خان تر دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړی و.

XS
SM
MD
LG