د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: بې-۵۲ الوتکو شبرغان کې ۲۰۰ طالبان وژلي


د امریکا بي-۵۲ الوتکې
د امریکا بي-۵۲ الوتکې

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د امریکايي ځواکونو بي-۵۲الوتکو په شبرغان کې طالب وسله وال او د هغوی مرکزونه بمبار کړي دي.

د وزارت ویاند فواد امان د شنبې په ورځ اګست ۷ (زمري۱۶)په ټویټر کې لیکلي چې دا برید د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰بجې شوی دی.

ښاغلي امان لیکلي دي چې په برید کې څه باندې ۲۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ډېرې وسلې او مهمات یې هم له منځه تللي دي.

د دفاع وزارت ویاند وايي چې د طالبانو څه باندې ۱۰۰ موټر یې هم ویجاړ شوي دي.

دا بمبار له هغه وروسته وشو چې وسله والو طالبانو د شبرغان په ښار بریدونه وکړل. په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویدیوګانې خپرې شوې چې وسله وال طالبان د شبرغان په ښار کې لیدل کیږي چې د جوزجان له محبس څخه یې زندانیان خوشې کړي دي.

تر دې دمه وسله والو طالبانو د دغه بمباریو په اړه څه نه دي ویلي.

د شبرغان په ښار باندې، چې د «جنبش اسلامي ګوند» د مشر عبدالرشید دوستم ټاټوبی دی، له تېرو څو ورځو راهېسې د طالبانو بریدونه روان دي.

ځینو امریکایي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي دي چې د امریکا بي-۵۲ الوتکو په افغانستان کې د طالبانو مورچې بمبار کړي دي.

تر دې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې ولسمشر بایډن امریکايي ځواکونو ته په افغانستان کې د بمباریو اجازه ورکړې ده. تر دې دمه سپینه ماڼۍ او یا پنټګان د دغو راپورونو په اړه رسمي معلومات ورکړي نه دي.

امریکایي او د ناټو ځواکونوله افغانستان څخه وتلي دي او د هغوی له وتلو وروسته وسله والو طالبانو په افغان ځواکونو او لویو ښارونو باندې بریدونه زیات کړي دي.

افغان چارواکي وایي طالبان هڅه کوي چې د زور له لارې واک ته ورسیږي خو ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه د طالبانو د بریدونو د مخنیوي وړتیا لري.

XS
SM
MD
LG