د لاس رسي وړ اتصالات

د والي مرستیال: د جوزجان مرکز د طالبانو لخوا سقوط شوی


د جوزجان ولایت
د جوزجان ولایت

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز شبرغان نن شنبه اګست اوومه (زمري ۱۶) د طالبانو لخوا سقوط شوی دی.

د جوزجان د والي مرستیال عبدالقادر مالیه امریکا غږ ته وویل چې ټول افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دغه ولایت له مرکز څخه وتلي او د شبرغان ښار په «بشپړه توګه» د طالبانو په کنټرول کې راغلی دی.

ښاغلي مالیه زیاته کړه چې د مارشال عبدالرشید دوستم اړوند سیمه ییز پاڅونوال هم له ښار څخه وتلي او طالبان د دوستم «۵۰۰ ماڼۍ» ته داخل شوي دي.

د جوزجان د ولایتي شورا رئیس بابر ایشچي هم وویل چې اوس مهال ټولې دولتي ادارې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

د جوزجان مرستیال والي او د ولایتي شورا رئیس همدارنګه ویلي چې د دغه ولایت هوايي ډګر هم د طالبانو لخوا نیول شوی دی.

یادو چارواکو په دغه جګړه کې افغان سرتیرو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی پر شبرغان ښار د طالبانو بریدونه تائید کړي، خو د دغه ښار د سقوط په اړه یې څه نه دي ویلي.

ښاغلي ستانکزي خبریالانو په لېږلي پیغام کې ویلي: "تیره ورځ تروریستانو پر شبرغان ښار برید کړی دی چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او سیمه ییزو پاڅونوالو د مقاومت په نتیجه کې پر شا وتمبول شول،په لسګونو تروریستانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، هغوی نن ورځ یو ځل بیا پر شبرغان خپل فشارونه زیات کړي دي.د ښار ځینو برخو ته داخل شوي دي،خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تازه دمه ځواکونو او سیمه ییزو پاڅونوالو په مرسته به یو ځل بیا شبرغان د تروریستانو له شتون څخه پاک کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت تیره ورځ وویل چې د جوزجان ولایت د مرکز کنټرول د افغان په لاس کې دی او طالبان یې له شبرغان څخه ایستلي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و: "شبرغان له تروریستانو څخه پاک شو، امنیتي او دفاعي سرتیرو او سیمه ییزو پاڅونوالو طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده، د وژل شوو کسانو جسدونه په کوڅو او لارو کې پراته دي."

پر همدې مهال د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني نن شنبه له مارشال عبدالرشید دوستم سره لیدنه کې د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

له افغانستان څخه د نړیوالو څواکونو د وتلو تر اعلان وروسته شبرغان د دوهم ولایت مرکز دی چې د طالبانو لخوا یې د نیول کېدو خبر ورکول کیږي.د نیمرزو ولایت سیمه ییزو چارواکو تیره ورځ وویل چې طالبان د زرنج ښار مرکز ته داخل شوي دي.

طالبانو په دې وروستیو کې د ولایتونو پر مرکزونو بریدونو ته زور ورکړی دی او ویل کیږي چې د یو شمېر ولسوالیو مرکزونه یې هم نیولي دي.

وسله والو طالبانو هم په شبرغان ولایت کې د خپلو جنګیالیو د پرمختګ خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG