پاکستان خواشينې ښودلې چې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په غونډه کې ورته د ګډون اجازه نده ورکړل شوې.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تېره ورځ اګست ۶ (زمری۱۵) د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره ځانګړې غونډه جوړه کړې وه.
افغانستان، هند، ناروې او استونیا د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه چې پاکستان ته په کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم په دې اړه په ټویټر کې لیکلي دي: «متاسفم یم چې نن د امنیت د شورا په غونډه کې د ګډون لپاره د پاکستان غوښتنه نه ده منل شوې.»
هغه ویلي دي چې پاکستان د افغانستان ښه ګاونډی دی او د سولې په بهیر کې مخامخ رول لري.
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر غلام محمد اسحاقزي پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړ.
ښاغلي اسحاقزي په دغې غونډې کې وویل چې پاکستان د طالبانو جنګي ماشین چلوي او لوژیستکي مرستې ورسره کوي. هغه په پاکستان کې د طالبانو لپاره د پېسو ټولول او په پاکستاني روغتونونو کې د طالب زخمیانو درملنه له پاکستان سره د طالبانو د مرستو بېلګې یادې کړې.
خو له دغې غونډې وروسته په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړي استازي خبرې کنفرانس ته وویل چې پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي او هېڅکله به اجازه ورنکړي چې له خاورې څخه یې د افغانستان په ضد ګټه واخیستل شي.
اخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د دغې غونډې هرکلی کړی او د تاوتریخوالي د کمولو او بندولو لپاره یې د غړو هېوادونو د ملاتړ مننه کړې ده.