د لاس رسي وړ اتصالات

خرابې لارې د پولیو واکسین ته د لاسرسي یوه بله ستونزه ده – روغتیایي چارواکي


په فراه کې یوې ماشومې ته د واکسین تطبیق
په فراه کې یوې ماشومې ته د واکسین تطبیق

د فراه ولايت اوسېدونکي وايي، چې د پوليو واکسين په روان کمپاين کې يې له رضاکارانو سره همکاري زياته کړې او له مسؤولينو غواړي، چې دغه واکسين ټولو سيمو ته ورسوي.

بل خوا روغتيايي چارواکي وايي، چې د پولیو واکسین په اوسني بهير کې يوازنی خنډ په لرو پرتو سيمو کې خرابې لارې دي.

د فراه اوسېدونکي د پولیو د واکسین په اوسني کمپاین کې د همکارۍ د زیاتوالي خبر ورکوي او له مسؤولینو یې غوښتي چې د واکسین پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

د فراه یو تن اوسیدونکي، نعمت الله امریکا غږته وویل: "د پخوا په پرتله د واکسین په وړاندې ډیرۍ شته خنډونه له منځه تللي. پخوا د واکسین په مقابل کې د خلکو ذهنیت منفی وو، اوس هغه خلک همکاري کوي او خپل ماشومان پر وخت واکسین کوي. او مهمه خبره دا چې ټول خلک اوس د واکسین په ارزښت پوه شوي دي، زمونږ په سیمه یا ولسوالۍ کې داسې څوک نشته چې خپل ماشومان واکسین نه کړي، له چارواکو څخه مو هیله داده چې ټولو سیمو ته واکسین ورسوي."

په ورته وخت کې د فراه يو بل اوسېدونکی، امين الله وايي چې د اوړي په موسم کې په فراه کې هوا ګرمېږي او هيله لري چې دغه موسم به د واکسيناسيون پر روان کمپاين منفي اغېز ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه: "مونږ د رضاکارانو په هڅو پوره باور لرو، دا چې په فراه کې هوا اوس ډیره توده ده نو د واکسین د ټیمونو څخه په درنښت هیله کوو چې کوښښ وکړي په کوم ځای کې ماشومان د واکسین څخه محروم پاتې نشي."

بل پلو؛ روغتيايي چارواکي وايي، چې د واکسيناسيون اوسنى بهير ښه روان دى او ډېرې ستونزې يې هوارې شوې دي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس، مولوي احسان الله شاکر وایي، چې ټولې ستونزې یې هوارې شوي او یوازینۍ مشکل یې د لارو خرابوالۍ دی.

نوموړي وویل: "د پولیو د روان کمپاین پر وړاندې یوه لویه ستونزه د لارو خرابوالی دی. هلته سړکونه ډیر خراب دي، د واکسین په رسولو کې مشکلات شته، الحمد الله بله کومه لویه ستونزه نشته."

ډاکټران ټینګار کوي چې په ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغي درملنه نه لري، خو دوه څاڅکې واکسین د دې ناروغۍ د مخنیوي یوزانۍ لار ده، چی په دې برخه کې د کورنیو عامه پوهاوی او واکسین ته لاسرسی د پام وړ اغیز لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG