د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ او نورستان ولایتونو کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي


په ختیخ زون کې د پولیو د بیړني عملیاتي مرکز مشر، ډاکټر نجیب الله کاموال په یاد زون کې د پولیو واکسین د څلور ورځني کمپاین د پیل پر مهال وویل چې یادې مثبتې پېښې د کونړ په دانګام او د نورستان کامدېش ولسوالۍ کې ثبت شوي دي. عکس - ارشیف
په ختیخ زون کې د پولیو د بیړني عملیاتي مرکز مشر، ډاکټر نجیب الله کاموال په یاد زون کې د پولیو واکسین د څلور ورځني کمپاین د پیل پر مهال وویل چې یادې مثبتې پېښې د کونړ په دانګام او د نورستان کامدېش ولسوالۍ کې ثبت شوي دي. عکس - ارشیف

د پولیو د بیړني عملیاتي مسؤولین وايي چې په روان ۲۰۲۴ میلادي کال کې په ختیځ کونړ او نورستان ولایتونو کې د ګوزن دوه مثبتې انساني پېښې ثبت شوي دي.

په ختیخ زون کې د پولیو د بیړني عملیاتي مرکز مشر، ډاکټر نجیب الله کاموال په یاد زون کې د پولیو واکسین د څلور ورځني کمپاین د پیل پر مهال وویل چې یادې مثبتې پېښې د کونړ په دانګام او د نورستان کامدېش ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

نوموړي وویل: " متأسفانه موږ د کونړ ولایت په دانګام او د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د پولیو مثبې پېښې لرو، همدارنګه ویروس په ټوله حوزه کې وجود لري، نو دا یو خطر دی. دویم دا ده چې تېر کال سیمې ته ډېر زیات مهاجرین راغلي دي، د مهاجرو راتګ هم د ویروس د ګردش لپاره یو خطر دی."

نوموړي زیاته کړه، په ټولو میندو او پلرونو باندې او همدارنګه علما کرامو او استادانو باندې غږ کوو چې دغه کمپاین کې چې کله زموږ ټيمونه د دوی ساحو ته ورځي، ورسره دې د کمپاین په ښه تطبیق کې هم کومک او مرسته وکړي.

همدارنګه د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس په خپلو خبرو کې وایي چې په دغه څلور ورځني کمپاین کې به یو میلیون او څلور سوه زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم وي واکسین شي.

هغه په ټولو کورنیو غږ وکړ تر څو د کمپاین پر وخت خپل ماشومان واکسین کړي او له رضاکارانو سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې سږ کال په ننګرهار کې کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او هڅه کوي څو په بشپړ ډول یاد ویروس محوه کړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: " د زون په کچه به یو میلیون او څلور سوه زره ماشومان په دې کمپاین کې واکسین کېږي. موږ الحمدالله په دې ولایت کې د پولیو کومه پېښه نه لرو او د پولیو په ټولو ولسونو او کورنیو دا غږ کوو چې خپلو بچیانو ته واکسین ورکړي ترڅو دغه مرض زموږ د سیمې ختم شي."

بل لوري ته د ننګرهار د کتلوي معافیت مسؤول، ډاکټر حکم خان ګلابزی وایي، د پولیو سره د مبارزې په برخه کې یې د رضاکارانو او عامه پوهاوي د برخې کارکوونکي زیات کړي دي او تر څنګ یې ټولې حکومتي ادارې ورسره همکارې دي او هیڅ هغه ماشوم به له واکسین کولو نه پاتې کېږي چې عمر یې له پنځه کلونو کم وي.

دی وایي، ټولې سیمو ته یې اوس لاسرسی اسانه شوی دی او عام خلک هم ورسره د ګوزڼ په وړاندې مبارزه کې د پام وړ ونډه اخلي.

ښاغلي ګلابزی په دې هکله وویل: "دا کمپاین به څلور ورځې دوام ولري، هغه ماشومان چې عمر یې له پنځه کلونو څخه ښکته وي د پولیو واکسین به ورته تطبیق کېږي. د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې به زموږ رضاکاران تقریباً د ۲۹۰۰ په شا او خوا کې وي د ۱۵۰ په تعداد کې به زموږ همغږي کوونکي (کواردیناتوران) وي او ۵۴۰ په شا او خوا کې به سوپر ویزران وي چې د کواردیناتورانو له لاس لاندې به کار کوي."

نوموړي زیاته کړه، زمونږ د عامه پوهاوي د برخې کارکوونکي هم خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي چې تعداد یې ۱۴۰۰ ته رسیږي، او اوسمهال د جلال اباد بهسودو او یو شمېر نوروولسوالیو کې عامه پوهاوی عملاً جریان لري.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس دا هم وویل چې په راتلوونکې کې به د ګوزڼ ویروس او ګڼو نورو روغتیایي برخو کې د پام وړ کارونه وکړي، ځکه د روغتیا برخې نړيوال شریکان ورسره همکاریو ته ژمن دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG