د لاس رسي وړ اتصالات

د بادغیس د غنمو حاصلاتو کې څه باندې ۱۲سلنه زیاتوالی


په بادغیس ولایت کې د غنمو کرونده
په بادغیس ولایت کې د غنمو کرونده

د بادغیس ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، سږ کال به په دغه ولایت کې د غنمو له کروندو څخه ۸۸۹ ۱۶۱مټریک ټنه غنم راټول شوي.

د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب ویلي چې روان کال د بادغیس ولایت په ۵۶ زره او ۳۴۶ هکټاره ځمکه للمي غنم او په ۱۱ زره او ۶۱۸ هکټاره ځمکه کې اوبیز غنم کرل شوي دي.

یاد مسؤلین وايي، په دې سره به د تېرکال په پرتله سږ کال د یاد ولایت د غنمو په حاصلاتو کې څه باندې ۱۲.۲۷ سلنه زیاتوالی راشي.

د کرنې وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي تایب له قوله ویل شوي: "په تصادفي ډول د اخیستل شویو بېلګو پایلې ښیي چې سږکال د بادغیس ولایت د اوبیزو غنمو حاصل په یوه هکټار کې ۳.۴۷ مټریک ټنه او ددې ولایت د للمي غنمو حاصل په یوه هکټار کې ۲.۱۴ مټریک ټنه ده."

نوموړي زیاته کړې چې په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی د تېرکال په پرتله د غنمو د کروندو ډېروالی، د غنمو د ودې په موسم کې پروخت او په کافي انداز ورښتونه، د کرنې ریاست او همکارو موسسو له خوا پر ۱۶ زره او ۳۴۰ بزګرانو د غنمو ۸۱۷ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونو وېشل دي.

د دغه ولایت د کرنې د رئیس د معلوماتو په اساس تېر کال د دې ولایت د اوبیزو غنمو د هرهکټار تولید ۳.۱۴ مټریک ټنه او د للمي غنمو د هر هکټار تولید ۲.۱ مټریک ټنه محاسبه شوې وه.

تېرکال په بادغیس ولایت کې د غنمو له ۶۳ زره او ۶۱۸ هکټاره کروندو څخه ۱۴۴ زره او ۱۹۱ مټریک ټنه غنم تولید شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د هند هیواد په تیرو ۳ میاشتو کې له افغانستان سره د ۳۱زرو ټنو غنمو مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG