د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائيل-اماراتو د سولې تړون به په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک شي


سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ

ټاکل شوې چې د اسرائیل او عربي متحده اماراتو ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیک کولو مراسم د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږي ۲۵) په سپینه ماڼۍ کې د دواړو هیوادونو د مقاماتو په حضور کې ترسره شي.

د اسوشیتدپرس اژانس د سپینې ماڼۍ د څو مقاماتو له خولې دغه خبر خپور کړی او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، هم د ټویټر په یو پیغام کې ددغه "تاریخي موافقې" د لاسلیک لپاره واشنګټن ته د سفر کولو خبر ورکړی دی.

د عربي متحده اماراتو دولتي آژانس هم اعلان کړی چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن‌ زاید آل‌ نهیان، هم پدغو مراسمو کې ګډون کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ تیره میاشت اعلان وکړ چې عربي متحده امارات او اسرائیل موافقه کړې چې بشپړه دپلماتیکې اړیکې ټینګې کړي.

ښاغلي ټرمپ دغه پیښه "واقعاً تاریخي شیبه" وګڼله او خبریالانو ته یې وویل چې: ‌"تمه لرم زیات شمیر نور عرب او مسلمان هیوادونه د عربي متحده اماراتو لار تعقیب کړي."

عربي متحده امارات د خلیج لومړنی هیواد او دریم عربي هیواد دی چې اسرائیل سره فعالې دپلوماتیکې اړیکې ټینګوي. تر دې وړاندې مصر او اردن یواځني دوه عربي هیوادونه وو چې اسرائیل سره یې فعالې دپلوماتیکې اړیکې درلودې.

XS
SM
MD
LG