د لاس رسي وړ اتصالات

بحرین خپلو اتباعو ته له ایران او عراق څخه د وتلو امر کړی


بحرین په ایران او عراق کې له خپلو ټولو اوسیدونکو غوښتي چې د "امنیتي دلیلونو" په وجه له دغو دوو هیوادونو نه سمدستي ووځي.

د بحرین د دولتي رسنۍ د رپوټ په اساس ددغه هیواد مقاماتو همداشان ایران او عراق ته د خپلو اتباعو د سفر کولو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د بحرین د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه تصمیم یې "د سیمې د شرایطو بې ثباتي او د بالقوه گواښونو" په وجه نیولی دی.

دغه خبرداری د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو سره په یو وخت کې مطرح کیږي.

تیره اونۍ واشنگټن هم په بغداد کې د خپل سفارت غیر ضروري کارکوونکي له عراق نه وایستل او وویل چې ددغه اقدام دلیل د ایران له لورې ممکن گواښونه دي.

د ایران او امریکا مقاماتو هیله څرگنده کړې چې وروستنی کړکیچ د دواړو هیوادونو ترمنځ د جگړې د رامنځ ته کیدو سبب نشي.

خو له دې سره سره امریکا د فارس خلیج ته خپلې الوتکې لیږدونکې بېړۍ استولي او بي-٥٢ ډوله بمبارد الوتکې یې په قطر کې په پخله پوځي اډه کې ځای پر ځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG