د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما وايي په بلخاب کې د ملکیانو د وژل کېدو ادعاوې څېړي


د طالبانو جنګیالي
د طالبانو جنګیالي

د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) ویلي دي چې په دې اړه څېړنې کوي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت تیره اونۍ په بلخاب ولسوالۍ کې له دوی څخه د جلا شوي قومندان مولوي مهدي د پلویانو پر ضد د عملیاتو خبر ورکړ او تر هغه وروسته په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د ملکي کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول.

یوناما نن چهارشنبه جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "یوناما د شمالي ولایت سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله د ملکي تلفاتو، بې ځایه کیدو، د بشري حقونو د ادعا شویو جدي سرغړونو او مالي زیانونو د رپوټونو په اړه اندېښمنه ده او دغه مسئله تعقیبوي."

د دوشنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ شپږمه) د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون ځینو نړیوالو ادارو وویل چې طالبانو په بلخاب کې د وسله وال مقاومت په ځواب کې ملکي خلک نیولي او وژلي دي.

خو تر یادو راپورونو وروسته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له امریکا غږ سره خبرو کې په بلخاب ولسوالۍ کې د ملکیانو د وژل کېدو په اړه راپورونه رد کړل.

ښاغلی مجاهد پرته له دې چې د کوم نړیوال سازمان نوم واخلي، دا راپور له "حقیقت څخه لېرې او بې اساسه" وباله. مجاهد همدارنگه وویل: "هغه ادعاوې چې هلته غیر نظامیانو زیان لیدلی، کاملا ناسمې او له حقیقت څخه لېرې دي او په بشپړ ډول یې ردوو".

تردې مخکې د طالبانو د دفاع وزارت ویلي وو چې د مولوي مهدي په نامه د دغې ډلې یو مخکیني هزاره قومندان هلته له طالبانو سره جګړه کړې ده. د دوی وزارت ویلي دي چې د "باغیانو" پر وړاندې یې عملیات پیل کړي‌ او هڅه کوي چې د دغه قومندان تر ختمولو پورې عملیات روان وي.

مولوي مهدي تازه له طالبانو جلا شوی او د هغوی په ضد یې وسله اخیستې ده.

بلخوا ویل کیږي چې په بلخاب ولسوالۍ کې د رامنځته شوي وضعیت له ویري ګڼې کورنۍ بامیان ولایت ته بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG