د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د اهل تشیع جومات کې چاودنې لسګونه کسان وژلي


د کندهار ښار په یو جومات کې چاودنه شوې
د کندهار ښار په یو جومات کې چاودنه شوې

د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د افغان اهل تشیع په جومات (امام بارګاه) کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.

چارواکي وايي په دغې چاودنې کې څه باندې ۳۰ تنه وژل شوي دي.

دغه چاودنه نن جمعه اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) په کندهار ښار کې د اهل تشیع په مرکزي جومات کې چې کلک امنیتي یې نیول کیږي شوې ده.

طالبان وايي چې په دغه برید کې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي،‌ خو دقیق ارقام نه ښيي.

د کندهار میرویس روغتون کې مسئولینو امریکا غږ ته ویلي دي چې تر دا مهاله دغه روغتون ته شااوخوا ۳۲ مړي او شاوخوا ۷۰ ټپیان انتقال شوي دي. دوی وايي چې د ځینو ټپيانو وضعیت نازک دی. وايي د څلورو کسانو مړي تر دیوالونو لاندې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید غندلی دی او ویلي دي‌ چې برید «تکفیري ډلو» کړي دي‌ او دا د «داعشي فتنه ګرو هڅې » دي. نوموړي ویلي دي‌ چې د طالبانو حکومت به د دا ډول بریدونو مخه نیسي او عاملین به یې نیسي.

عیني شاهدان وايي چې بریدګر څلور تنه وو چې لومړی یې د جومات په ساتونکو ډزې کړې او بیا جومات ته داخل شوي برید او «ځانمرګي» یې کړي دي.

تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې د تیرې جمعې په ورځ د تلې پر ۱۶مه د افغانستان په شمال ختیځ کندز کندز ولایت کې هم د افغان اهل تشیع افغانانو په جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د ځانمرګي برید له امله ۴۶ تنه ووژل شول او ۱۴۳ نور ټپیان شول.

تر دا مهاله په کندهار کې د نننۍ چادونې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی، خو د کندز د ځانمرګي برید کولو ادعا د داعش خراسان څانګې کړې وه.

XS
SM
MD
LG