د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي افریقا د کرکټ نړیوال جام کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه


د جنوبي افر یقا توپ اچوونکي کیشاو مهاراج د نیوزیلنډ څلور لوبغاړي وسوځول.
د جنوبي افر یقا توپ اچوونکي کیشاو مهاراج د نیوزیلنډ څلور لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ په نړیوال جام کې د چهارشنبې په ورځ نومبر لومړۍ (لړم ۱۰) جنوبي افریقا د ۱۹۰ منډو په توپیر نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

د هند په پونی کې نیوزیلنډ ددې پنځوس اوریزې لوبې د پچې له ګټلو وروسته، جنوبي افریقا لومړۍ توپ وهنې ته وبلله. جنوبي افریقا د دې لوبې د تر ټولو غوره لوبغاړي راسي واندر دوسن د ۱۳۳ منډو او کوینټن ډي کاک د ۱۱۴ منډو په مټ، نیوزیلنډ ته د ۳۵۸ منډو ستر هدف وټاکه.

د نیوزیلنډ ټول لوبغاړي په ۳۶م اور کې د ۱۶۷ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه د جنوبي افریقا په ګټه پای ته ورسېده.

له دې سره جنوبي افریقا د ۱۲ پواینټونو سره د نړیوال جام په لومړي پړاو کې د لسو هېوادونو په کتار کې لومړی مقام خپل کړی دی.

په نننۍ لوبه کې د جنوبي افریقا توپ اچوونکو، کیشاو مهاراج د نیوزیلنډ څلور لوبغاړي او مارکو جانسن درې لوبغاړي وسوځول. د نیوزیلنډ دپاره ګلین فلیپس تر نورو زیاتې ۶۰ منډې، ول ینګ ۳۳ منډې وکړې او زیاتره لوبغاړي یې له ۱۰ څخه په لږو منډو وسوځېدل.

په نړیوال جام کې افغانستان تر اوسه شپږ لوبې کړي او درې یې ګټلي دي. افغانستان د جمعې په ورځ (نومبر درېیمه) له هالند، د نومبر په اوومه له استرالیا او د نومبر په لسمه له جنوبي افریقا سره لوبه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG