د لاس رسي وړ اتصالات

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې د کرونا له ویرې پاکستان ته سفر وځنډوه


د بنګله دېش کرکټ‌ بورډ وايي د کرونا له ویرې پاکستان ته خپله لوبډله نه استوي

د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د کروناویروس د خپرېدو د ویرې او مخنیوي لپاره د کرکټ یو شمېر نړیوالې لوبې او لیګونه ځنډول شوي دي.

په تازه اقدام کې د بنګله دېش کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ (مارچ ۱۶) اعلان وکړ چې له پاکستان سره یې یوه ورځنۍ او ټست لوبې ځنډولې دي.

ټاکل شوې وه چې د بنګله دېش لوبډله د مارچ په ۲۹ د پاکستان د کراچۍ ښار ته ولاړه شي. یوه ورځنۍ لوبه یې د اپریل په لومړۍ نېټه وه او د ټست لوبه یې د اپریل په پنځمه پیل کېده. د بنګله دېش کرکټ بورډ وايي د پاکستان له بورډ سره تر موافقې وروسته یې دا پرېکړه کړې ده.

په پاکستان کې لسګونه کسان په کروناویروس اخته شوي، ښوونځي او نور عامه ځایونه تړل شوي دي. د پاکستان د سوپرلیګ سیالۍ روانې دي، خو نندارچیان میدان ته نه پرېښودل کیږي چې لوبې وګوري.

د پاکستان د سوپر لیګ کې یو شمېر بهرني لوبغاړي وار دمخه له پاکستان څخه وتلي دي.

جنوبي‌ افریقا هم له هند سره د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ ځنډولې ده. دا لوبې په هند کې کېدې. ټاکل شوې وه چې د آسترالیا د ښځو د کرکټ لوبدله د سیالیو لپاره جنوبي افریقا ته ولاړه شي، خو هغوی هم خپل دا سفر ځنډولی دی.

افغانستان هم د کروناویروس د خپرېدو له کبله د ولایتي لوبډلو ترمنځ د ګریډ۱ سیالۍ وځنډولې.

هند هم کروناویروس له کبله د آی پي ال لوبې دوې اونۍ وځنډولې. سریلانکا، نیوزلنډ او آسترالیا هم د کروناویروس له ویرې خپلې داخلې لوبې ځنډولې دي.

د کروناویروس دا مهال په ۱۳۹ هېوادونو کې خپور شوی دی او زرګونه کسان یې مړه کړي دي. ډاکټران وايي په هغو غونډو او ځایونو کې چې ۵۰ او یا ۵۰ ډېر کسان راټولیږي، دا ویروس په ډېرې اسانۍ له یو انسان څخه بل ته انتقالیږي.

XS
SM
MD
LG