د لاس رسي وړ اتصالات

آي پي ال د کروناویروس له کبله وځنډول شو

په آی پي ال کې درې افغان لوبغاړي هم لوبیږي
په آی پي ال کې درې افغان لوبغاړي هم لوبیږي

د هند کرکت بورډ د جمعې په ورځ (مارچ۱۳) اعلان وکړ چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې د آی پي ال لیګ لوبې دوې اونۍ وځنډولې.

ټاکل شوې وه چې دا لیګ به د مارچ په ۲۹ پیل شي، خو اوس د اپریل تر ۱۵ ځنډول شوی دی. د اټکل له مخې هند هرکال د دغه لیګ له لارې ۱۱ میلیارد ډالر عاید ترلاسه کوي.

آی پي ال د کرکټ د نړۍ تر ټولو ستر تجارتي لیګ دی چې د لسګونو نورو بهرنیو لوبغاړو تر څنګ درې افغان لوبغاړي، راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم په کې لوبیږي.

د هند په ورڅېرمه هېواد پاکستان کې بیا د هغه هېواد تجارتي لیګ ( پي اس اِل) لوبې روانې دي خو ځینو نړیوالو لوبغاړو د کرونا ویروس له کبله وار له مخه له دغه لیګ سره خدای په اماني کړې او خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ د لیګ لوبغاړو ته دا اختیار ورکړی دی که خپلو هېوادونو ته ځي، تللی شي. بورډ وايي د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې سربیره به د پي اس ال پاتې لوبې کیږي او د لوبغالو دروازې به تړلې وي چې نندارچیان رانشي.

په همدې حال کې د انګلنډ د کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا سره خپل پلان شوې لوبې لغوه کړې او خپل لوبغاړي یې بېرته انګلنډ ته بللي دي. د انګلنډ کرکټ بورډ ویلي دي چې د لوبغاړو صحت او ذهني سکون یې مهم دی او له سریلانکا سره به د لوبو په اړه بیا پرېکړه کوي.

پر کرکټ سربېره د اروپا د فوټبال یو شمېر ستر تجارتي لیګونه هم ځنډول شوي دي. د انګلنډ پریمیرلیګ هم ځنډول شوی. دا لیګ به د اپریل تر څلورمې ځنډېدلی وي.

د انګلنډ په پریمیرلیګ کې ارسنال لوبډلې روزونکی مایکل ارتیتا په کرونا ویروس اخته شوی دی.

ایټالیا چې کروناویروس په کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه کړي هم د فوټبال لیګونه ځنډولي دي.

کروناویروس دا مهال په ۱۲۱ هېوادونو کې خپور دی او څه باندې ۵۰۰۰ کسان یې مړه کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG