د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې بنګله دیشۍ د ژوند کیسه چې ۳۶ کاله یې افغانستان کې تیر کړي


د بنګله‌دېش صوفیې بي‌بي په افغانستان کې ۳۶ کاله تیر کړي.
د بنګله‌دېش صوفیې بي‌بي په افغانستان کې ۳۶ کاله تیر کړي.

د بنګله‌دېش صوفیې بي‌بي په افغانستان کې ۳۶ کاله تیر کړي او هیله لري چې یو ځل خپل هېواد ته ستنه شي او له خپلو عزیزانو سره یو ځای شي.

صوفیه د افغانستان په غزني ولایت کې د خپل مېړه عبدالحبیب سره اوسیږي.

وايي، د بنګله دیش د مرکز ډاکې څخه ده، په لومړي ځل په کم عمرۍ کې واده شوه او مېړه یې د ناروغۍ په وجه مړ شو. نو د صوفیې په خبره، د خسرګنۍ د کورنۍ ځینو غړو مجبوره کړه چې بل واده وکړي او یا د پلار کور ته لاړه شي.

صوفیه وايي، د خسرګنۍ دا غوښتنې یې ځکه و نه منلې چې دوه زامن ورته پاتې وو.

له ډاکې تر غزني سفر

د صوفیې بی‌بي خپلوانو هغه د انساني قاچاقبرو په وسیله د پاکستان کراچۍ ته یوړه او د ۳۰ زره پاکستانيو کلدارو په بدل کې یې عبد الحبیب ته په نکاح کړه.

صوفیې ته اوس په غزني کې خپله کورنۍ سلطان بي‌بي وايي.

هغې وویل: "خواښې مې نشو کولای زما نوم زده کړي. ځکه یې راته د سطان بي‌بي نوم انتخاب کړ. اوس راته ټول سلطان بي‌بي وايي."

د بنګله دېش د ډاکې صوفیه له خپل زوی سره غږېږي، هغه زوی چې خپله مور یې په پنځه کلنۍ کې د اخر ځل لپاره لیدلې وه.
د بنګله دېش د ډاکې صوفیه له خپل زوی سره غږېږي، هغه زوی چې خپله مور یې په پنځه کلنۍ کې د اخر ځل لپاره لیدلې وه.

سلطان بي بي کلونه کلونه، ډاکې ته د خطونو په لېږلو، اعلانونو او پوښتنو ستړې شوه، مګر دوه کاله مخکې یې یو چا عکس په فیسبوک کې خپور کړ چې له دې لارې د صوفیې زوی ذاکر حسین چې په سعودي عربستان کې ژوند کوي پیدا شو.

ذاکر حسین اوس یو څلوېښت کلن دی.

هغه که څه هم په بنګله دیش کې د خپلو عزیزانو د لیدلو هیله لري خو افغانستان خپل اصلي کور بولي: "که خدای کول او ژوندۍ وم، بې له شکه بیرته خپل کور ته راستنیږم. دا کور نه خوشې کوم. ځکه دلته مې یو عمر ژوند کړی. یوازې د خپلې کورنۍ لیدلو ته ځم."

دا عمر خوړلې مېرمن په غزني کې د خپلې کورنۍ د پالنې لپاره د کور په یو کونج کې وړوکی دکان هم لري او وایي ژوند یې تېرېږي او هېله لري له دې لارې د ټکټ پیسې پیدا کړي او د خپلو خپلوانو لیدو ته لاړه شي.

د صوفیې بي‌بي مېړه عبدالحبیب
د صوفیې بي‌بي مېړه عبدالحبیب

د هغې مېړه عبد الحبیب وویل: "هغه هیله لري چې خپل وطن ته لاړه شي. ویزې اوس بندې دي. دوه ځله مې ورته پاسپورټ واخیست. که قسمت و، د خپلو خپلوانو لیدلو ته به لاړه شي."

صوفیه بي‌بي وايي د مشر زوی په ګډون یې ګڼ خپلوان مړه شوي، خو دا یې ارمان دی چې یو ځل خپل د خاپوړو په وطن کې وګرځي او د زوی، خور او يوازیني ژوندي پاتې ورور دیدن یې نصیب شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG