د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې له معلمۍ تر خیاطۍ؛ د لیزا رسولي د ژوند کیسه


په افغانستان کې ښوونکې لیزا رسولي خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو دپاره خیاطۍ ته مخه کړې ده.
په افغانستان کې ښوونکې لیزا رسولي خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو دپاره خیاطۍ ته مخه کړې ده.

په افغانستان کې د شرعیاتو له پوهنځي فارغه لیزا رسولي په جمهوري دولت کې ښوونکې وه، خو اوس یې خپلې کورنۍ ته د ډودۍ پیدا کولو دپاره خیاطي پیل کړې ده.

دا مېرمن وايي چې مېړه یې دنده نه لري او د مجبورۍ له امله یې د خیاطي زده کولو ته مخه کړه.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د بیا واکمن کېدو راهیسې طالبانو د نجونو پر زده کړې او د ښځو پر کار محدودیتونه لګولي دي.

لیزا رسولي، چې د خپلې درې کسیزي کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، وايي د ښوونځیو تر تړل کېدو وروسته له ژور خپګان سره مخ شوه، خو وايي، حوصله یې و نه بایلله او د خیاطۍ زده کړې ته یې مخه کړه.

هغه وايي: "هرې نجلۍ ارمانونه لرل چې وطن ته خدمت وکړي. زیاتره نجونې چې پر کور دي په رواني تکلیف اخته دي، زه هم په شروع کې په همدې تکلیف اخته وم، خو د دغه کار تر پیلولو کولو وروسته نسبتاً ښه یم."

که څه هم لیزا وايي چې د ښځینه ښوونکو او زده کوونکو ستونزې تر حد زیاتې دي، خو نوموړې له مېرمنو غواړي چې د مایوسۍ پر ځای باید د کار په لټه کې شي. هغه وايي: "ټولې هغه مېرمنې چې پر کور دي، زه دا ورته وایم چې مایوسي باید ونکړي، د مایوسي پر ځای باید د حل لاره پیدا کړي او کار وکړي."

که څه هم طالب چارواکي د نجونو د ښوونځیو او زده کړو په اړه ډېر څه نه وايي، خو د مېرمنو د کار په اړه د دندو د رامنځته کولو خبره کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي: "د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا د بې سرپرسته او کونډو مېرمنو لپاره د کار او زده کړو داسې ترتیب جوړ شویدی چې د شریعت په چوکاټ کې مېرمني و مېرمنو ته زده کړې ورکوي."

خو بل لور ته شنونکي په افغانستان کې له خپلو تعلیمي رشتو څخه د علمي کادرونو لیرې کېدل او د لاچارۍ په وجه په حرفوي زده کړو بوختېدل د هېواد په زیان بولي.

د ښځو د حقونو فعاله ګلالۍ ساپۍ وايي: "د ماسټرۍ او دوکتورا د سویې ښځې پر کور دي او یا په کوچنیو سوداګریو یا خیاطي بوختې دي. زه نه وایم چې دا کارونه ښه نه دي، خو که هر کس په خپل مسلک کې کار وکړي، ثمره به یې زیاته وي."

وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو او د مېرمنو پر کار بندیزونه ولګول، د لیزا رسولي په شان ډېرو مېرمنو د اقتصادي اړتیا په وجه د لاسي کارونو زده کړو او په دې برخو کې کار ته مخه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG