د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل لپاره جگړه پېل شویده -کارپوهان


په کابل کې په تیرو څو ورځو کې د طالبانو پرله پسې حملو په سلگونو کسان وژلې دي، چې پکې امریکایان هم شامل دي.

په کابل کې وروستۍ حملې په داسې حال کې شویدي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د جگړې د حل لپاره نوې هڅې پیل کړیدي. او هم پدې لړ کې یې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر شپاړسو زرو ته ورساوه.

له بلې خوا د طالبانو وروستۍ حملې د پاکستان هغه ادعاگانې غلطې ثابتوي چې وایي د طالبانو سره د خبرو د نوې لړۍ د پیل کوښښونه یې کړي.

د نوي کال د پیل سره د ولسمشر ټرمپ د هغه ټویټ نه وروسته پاکستان غوسه شو چې ټرمپ وویل پاکستان ورته دروغ ویلي او ٣٣ ملیارده ډالرې مرستې یې ترې ترلاسه کړي. د ټرمپ د ټویټ نه وروسته د امریکا د بهرنو چارو وزارت پاکستان ته د امنیتي مرستو ځنډولو اعلان هم وکړ.

د جنورۍ په پنځلسمه نیټه ملگرو ملتونو ته د امریکا سفیرې نکي هیلې د امنیت شورا ته وویل چې پاکستان باید نور د ترهگرو ملاتړ پریږدي.

د نیکي هیلي د دغه خبرو نه شاوخوا ١٣ ساعته وروسته طالبانو د کابل په انټرکانټینینټل هوټل حمله وکړه. په دغه حمله کې طالبانو ملکیان ووژل او هوټل ته یې اور هم واچوه.

د کابل د هوټل حمله لا تازه وه چې یو ځانمرگه په ایمبولنس کې چاودیدونکي مواد د کابل د گڼې گوڼې په سیمې کې وچول چې پکې د سلو نه زیات افغانان وژل شویدي او لا اوس هم د مړو دقیق شمیر ندې معلوم. طالبانو د دغې حملې مسولیت هم ومانه.

په کابل هوټل د حملې نه وروسته د پاکستان یو پخوانې پوځي اسحاق خټک د افغانستان او امریکا هغه تورونه رد کړل چې وایي د حقاني شبکې دغه برید په پاکستان کې پلان کړی و.

د خټک نه چې کله دا وپوښتل شوه چې دا وروستي بریدونه کیدی شي چې د پاکستان د ستراتیژۍ برخه وي چې وایي د طالبانو سره دې معامله وشي، هغه په ځواب کې وویل چې امریکا ته پکار ده خپل فکر بدل کړي. او په دی فکر وکړي چې ولې یې په شپاړس کلونو کې په افغانستان کې امنیت ټینگ نکړی شو.

د امریکا د بهرنو چارو په وزرات کې پخوانې مامور مارون وینباوم د خټک سره موافق نه دی. هغه وایي چې امریکا په دی باور نده. هغه زیاته کړه چې د ټرمپ حکومت غواړي چې سخته پالیسي عملي کړي. " امریکا غواړي چې په طالبانو فشار راولي چې هغوي خبرو ته تیار شي."

د یادونې وړ ده چې امریکا تیره اونۍ په پاکستان کې په قبایلي سیمې کې د ډرون په یوې حملې کې د حقاني غړی طارق محمود وواره. چې دغه هم د امریکا د حقاني شبکې په ضد د عملیاتو اراده څرگندوي. پاکستان د ډرون د برید غندنه کړیده.

په واشنگټن کې د اټلانټک په څیړنیز مرکز کې پاکستانې کارپوه شجاع نواز وایي چې د حقاني ډلې کسان د پاکستان سره په پولې د افغانستان د پکتیا، پکتیکا او خوست په سیمو کې پناهځایونه لري.

پاکستان وایي چې کوښښ کوي د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ د جوړچاړې لپاره بیا خبرې شروع شي. پاکستان پدې لړ کې تیره اونۍ د طالبانو د یو هیت او د افغان چارواکي پیر سید حمید گیلاني ترمنځ ملاقات کړی و. د طالبانو ویاند وویل چې د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده د دغه ملاقات اجازه کړي وه.

کارپواهان واي چې د پسرلي د شروع کیدو سره به هر څه نور واضح شي، امریکا د پسرلي د چگړې لپاره زیاته تیاري نیولي ده. ځوانان قوماندانان یې گمارلي او نوې وسلې یې هم لیږلي.

XS
SM
MD
LG