د لاس رسي وړ اتصالات

ولې په افغانستان کې خونړي بریدونه زیات شوي؟


د استخباراتي ادارو د معلوماتو راټولولو کمزوری ظرفیت د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي یو علت بلل کیږي
د استخباراتي ادارو د معلوماتو راټولولو کمزوری ظرفیت د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي یو علت بلل کیږي

د طالبانو د وروستیو خونړیو بریدونو یو هدف دا دی چې د افغان حکومت مشروعیت زیانمن او د چارواکو او خلکو ترمنځ فاصله زیاته کړي.

په کابل کې د شنبې په ورځ (جنوري۲۷) د طالبانو په ځانمرګي برید کې چې تر ۱۰۰ ډېر کسان یې ووژل، دا پوښتنه بیا پيدا کړې چې ولې افغانستان له دا ډول بریدونو کړیږي؟

له ۲۰۰۱ کال را وروسته طالبان، چې د افغان او امریکايي چارواکو په وینا د پاکستان کلک ملاتړ هم ورسره دی، په افغانستان کې د افغان حکومت او بهرنیانو په ضد جنګیږي. د داعش ډله هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش له اعلان او ځواکونو د شمېر له کمولو وروسته را دبره شوه. دغه داوړه د جنګ دوه لویې ښکیلې غاړې دي چې په افغان او بهرنیو ځواکونو او تاسیساتو باندې ځانمرګي او نور بریدونه کوي.

د طالبانو او داعش جګړه مارانو ورستي بریدونه د افغان ځواکونو او استخباراتي ادارو د وړتیا او د افغانستان د جنګ د ګټلو په اړه د ولسمشر دونالد ټرمپ د تګلارې په اړه شکونه او پوښتنې پیدا کړي دي. طالبان او داعش د افغان حکومت نسکورول او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.

په واشنګټن کې د سولې په انستیتوت کې د اسیا د برخې کارپوه انډریو ویلډر په دې باور دی چې د طالبانو د دغو لویو بریدونو یو هدف دا دی چې د افغان حکومت مشروعیت زیانمن کړي او د چارواکو او خلکو ترمنځ واټن او بې اعتمادي زیاته کړي. دی وايي طالبان دا کار خپله بریا ګڼي.

د ټرمپ ستراتیژي

په واشنګټن کې د ویلسن په انسټیټوټ کې د اسیا د چارو کارپوه مایکل کوکلمن بیا وايي چې د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي یو علت د کابل ښار په ګډون په لویو ښارونو کې د امنیتي تدابیر کموالی او استخباراتي معلوماتو د راټولولو کمزوری ظرفیت دی. هغه په دې باور دی چې طالبان له دغو فرصتونو څخه ګټه اخلي او بریدونه کوي.

تېرکال ولسمشر ټرمپ د اسیا او افغانستان لپاره خپله تګلاره اعلان کړه، افغانستان ته یې د نورو سرتېرو د استولو پرېکړه وکړه او له پاکستان څخه یې په کلکه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د ترهګرو روزنځایونه او مرکزونه بند کړي. ولسمشر ټرمپ پر پاکستان شاوخوا یو میلیارد پوځي مرستې هم ځنډولې دي.

اسوشیتډ پرس وايي د ښاغلي ټرمپ د دغه دریځ هدف دا و چې طالبان د سولې خبرو ته مجبور کړي او دغه اعلان په موقت ډول د افغان ځواکونو مورال هم لوړ کړ، خو د جنګ په میدان کې ډېر تغیرات رانغلل. د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي یو هدف هم د ټرمپ د نوې تګلارې اعلان بلل کیږي.

د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي یو بل لامل د افغانستان د ملي یوالي په حکومت کې د واک سیاسي وېش بلل کیږي چې د ۲۰۱۴ کال له ټاکنو وروسته د ښاغليو غني او عبدالله ترمنځ‌ ووېشل شو.

د ډېرو په باور د واک دا سیاسي وېش په حکومت کې دننه بې اعتمادي جوړه کړي او داسې نه ښکاري چې د حکومت ډېرې ادارې دې یوه خوله وي. دغه کار په خپله د حکومت مشروعیت ته زیان رسولی/رسوي چې د طالبانو لپاره هم بری بلل کیږي.

طالبانو د شنبې د ورځې د برید مسولیت منلی دی. ځانمرګي له چاودېدونکو توکو ډک امبولانس والوزوه. افغان حکومت د وژل شویو په یاد یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG