د لاس رسي وړ اتصالات

د بي بي سي څېړنه: بریتانوي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ۵۴ ملکيان وژلي


د بي بي سي یوه څېړنه ښيي چې د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو (SAS) په افغانستان کې له شک څخه په ډکو حالاتو کې لږ تر لږه ۵۴ ملکي افغانان وژلي او قومندانانو یې د دغه "جنایت" په اړه د راپور ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د بي بي سي څېړنې چې نن سه شنبه ۱۲ جولای (چنګاښ ۲۱) خپره شوه، موندلي چې د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو یوې قطعې ښايي دا ۵۴ کسان په غیر قانوني ډول د خپلو شپنیو عملیاتو په وخت د هلمند په ولایت کې وژلي وي.

په راپور کې راغلي چې د ځانګړو ځواکونو پخوانی مشر نه دی توانېدلی چې د دا ډول وژنو په اړه د پلټنو لپاره شواهد وسپاري.

خو د بریتانیا د دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې په افغانستان کې په مېړانه او مسلکي ډول خدمت کړی دی. ګڼو کسانو چې له دغو ځانګړو ځواکونو سره یې کار کړی، ویلي چې د ځانګړو هوايي قواوو غړو له یو بل سره د ډېرو کسانو د وژلو په سر سیالي کوله.

د بي بي سي څېړنو دا هم ښودلې چې د دغو ځواکونو واحدونو هڅه کوله چې تر مخکنۍ ډلې ډېر کسان ووژني.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بریتانوي ځواکواکونو دغه عمل غندلی او ویلي یې دي چې ددغه بشري جنایت عاملین باید محاکمه شي او زیانمنو شویو کورنیو ته تاوان ورکړل شي.

ښاغلي مجاهد امریکا غږ ته وویل: "دا چې هغوی ۱۲ کاله وروسته دا مني او په اړه یې څېړنه کوي، په دې معنا ده چې هغوی ۱۲ کاله په دې موضوع سترګې پټې کړې وې."

د بي بي سي دې څېړنې څلور کاله وخت نیولی دی. د څیړنې په راپور کې راغلي چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د افغانستان په جګړه کې ملکي خلک ویشتلي او ددغه مرګونو د قانوني ښودلو د پاره خپلې ناراجستر شوي وسلې ایښي دي.

د فرانسې خبري آژانس د بي بي سي د وینا له مخې ویلي چې ددې ځواکونو د هغه مهال د قومندان مارک کارلټن سمیت په ګډون د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو ډېر لوړ پوړي قومندانان له دې موضوع څخه خبر وو خو په اړه یې نظامي پولیسو ته خبر نه دی ورکړی.

د بریتانیا د قوانینو له مخې، که د پوځ کوم افسر په خپلو لیکو کې داسې پېښه وویني چې د جنګي جنایت شک پرې کیږي او په اړه یې نظامي پولیسو ته راپور ورنکړي نو دا پخپله جنګي جنایت ګڼل کیږي.

جنرال کارلټن سمیت چې د تیرې میاشتې پورې د بریتانیا د پوځ عمومي قومندان و، په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه کړې ده.

د بي بي سي دغه څېړنه د محکمې د اسنادو، خپرو شویو ایمیلونو او سیمې ته د بي بي سي د خبریالانو د سفرونو په اساس شوې ده. د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي، په هغو تحقیقاتو کې چې پخوا یې تر سره کړي، داسې کافي شواهد ندي موندلي چې څوک تورن کړي.

دغه وزارت بي بي سي ته په لېږلي بیان کې ویلي: "هیڅ داسې کوم نوی مدرک ندی وړاندې شوی، خو که نوي شواهد وړاندې شي نو نظامي پولیس به د هر ډول ادعا په اړه پلټنه وکړي."

د بریتانیا د دفاع وزارت په خپل بیان کې ویلي چې ځواکونو یې په زړورتیا، مسلکي او د لوړو معیارونو پر اساس په افغانستان کې خدمت کړی دی.

خو رووف صافی چې په افغانستان کې یې له امریکايي او بریتانوي ځانګړو ځواکونو سره د سلاکار او ژباړونکي په توګه کار کړی دی، د بي بي سي موندنې مني.

ښاغلي صافي امریکا غږ ته وویل، کله چې به ځانګړي ځواکونه په شپنیو عملیاتو کې د خلکو کورونو ته ننوتل نو ملکي خلک چې څه ګناه به یې هم نلرله، له وېرې تښتېدل او په نتیجه کې به وژل کېدل.

هغه وویل: "د بریتانوي، امریکايي او استرالیايي ځانګړو ځواکونو خوښیږي چې د دندې پر وخت زیاتې ډزې وکړي او په دې کې زیات ملکي خلک وژل کېدل."

د بشري حقونو د څار سازمان د آسیا د څانګې مرستیاله پټریشیا ګاسمن وايي چې په افغانستان کې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ سرغړونې شوي دي او وايي چې دا راپور د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ دی.

مېرمن ګاسمن وویل: "ددې موضوع په اړه موږ د څه وخت دپاره اندېښمن وو... نه یوازې د بریتانیا بلکه د متحده ایالتونو، استرالیا او نورو د ځانګړو ځواکونو په اړه هم."

مېرمن ګاسمن وايي، هغه مهال د ورانکارو په خلاف عملیاتو ته اړتیا زیاته وه چې په دې کې د شپې عملیات او ممکن په کلیو کې د خلکو کورونو ته ننوتل هم راځي او خلک به د طالبانو سره د اړیکو لرلو په تور نیول کېدل.

د بشر د حقونو د څار د آسیا د څانګې مرستیاله وايي چې نړیوالو ځواکونو به دغه کسان له نیول کېدو وروسته د وسلې ساتلو او له طالبانو سره د اړیکو لرلو په تور وژل چې دا جنګي جنایت دی.

مېرمن ګاسمن زیاته کړه: "خوشحاله یم چي د ځینو دغو پېښو په اړه ژوره څېړنه کړې ده ترڅو خلک له دې ډول سرغړونو خبر کړي. لکه څنګه چې تاسې پوهیږئ، له هغه راهیسې لس کاله تېر شوي خو بیا هم د انصاف دپاره او له سرغړونکو څخه د پوښتنې هیڅ اقدام نه دی شوي."

له دې وړاندې راپورونه خپاره شوي چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د ماموریت پر وخت ۳۹ تنه ملکي بندیان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG