د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د افغانانو ټویوټا کرولا موټر ډېر خوښیږي؟


ټویوټا- کرولا موټر
ټویوټا- کرولا موټر

په جاپان کې جوړ د ټویوټا کرولا موټرو ته د افغانانو بیسارې لیوالتیا څه پټه خبره نه ده. افغان موټر چلوونکې وايي چې کرولا ډاډمن موټر دي.

له ۱۹۶۶م کال راهیسې کله چې ټویوټا کرولا موټر د لومړي ځل لپاره بازار ته راغی، په نړۍ او په تیره بیا په افغانستان کې یې ځانګړې نوم او شهرت ګټلې دی.

د ټویوټا شرکت په تیرو پنځو لسیزو کې، نږدې پنځوس میلیونه ټویوټا کرولا موټرونه تولید کړي دي.

د محمد امان په نوم یو افغان مستري وايي: "پر کرولا موټر باندې د خلکو اتکا زیاته ده. که چیرې تاسو سفر کوئ، نو دغه موټر مو چیرته چې ستاسې زړه غوښتې وي، وړي".

دغه ۵۰ کلن مستري زیاته کړه چې کرولا یو 'تیز رفتاره' موټر دی او د نورو ګاډو پر پرتله چې"ګواکې له کاغذه جوړ شوي وي" دغه موټر له کلک او مظبوطې اوسپنې څخه جوړ شوي دي.

د افغانستان سړکونه د ټویوتا کرولا موټرونه څخه ډک دي. په کابل ښار کې بیا ځینې کرولا ټکسي موټرونه دومره زاړه دي چې د ماشين په چالانیدو سره یې داسې انګیرل کیږي‌ چې اوس به یې‌ټولې پرزې دانه دانه ولویږي. خو بلخوا، کرولا موټر له کلونو راهیسې د زرګونو افغان کورنیو لپاره د ګټې سرچينه ده.

له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته، افغانستان ته په بیسارې کچه کرولا موټرونه راوړل شول. تر دې ګاډو وړاندې، د افغانستان په بازارونو کې روسي لاډا او والګا موټرونو ډېر نوم درلودل.

د سپتمبر د يوولسمې بريدونو وروسته کله چې امریکايي ځواکونو پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل، د طالبانو پخوانی رهبر، ملا محمد عمر له کندهار څخه په یوه سپین رنګه کرولا موټر کې ووت.

دغه موټر چې په ۲۰۰۱ م کال کې تر خاورو لاندې ښخ کړای شوې و، په ۲۰۲۱ م کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته، له خاورو را وایستل شو.

د طالبانو ویاند ویلي دي چې دغه موټر باید د یوه تاریخي اثر په توګه نندارې ته کيښودل شي.

همدا راز په تیرو دوو لسیزو کې، طالبانو د خپلو بمي او ځانمرګې بریدونو په موخه د کرولا موټر څخه ګټه اخیستله.

بې دریغه کارول

په افغانستان کې هان د یوه اته کسیزې کورنۍ غړي په کرولا موټر کې چې د څلور سپرلیو د وړلو لپاره جوړه شوې ده، سفر کوي.

موټر پلورنکي عزیز الله نظري وايي:"په نورو هېوادونو کې له هر توکې څخه څنګه چې جوړیږي، هم هغسې کار اخیستل کیږي، خو په افغانستان کې ډېرې خلک دغو معیارونو ته ارزښت نه ورکوي."

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د ټویوټا کرولا موټرو بیه د ۱۵۰۰ او ۱۴زره ډالره ترمنځ دی. همدا راز ډیرې وختونه افغان سوداګر دغه ګاډي له جاپان څخه مخامخ افغانستان ته راوړي.

هغه یو سپین رنګه کرولا موټر ته اشاره وکړه چې د کاناډا لپاره جوړه شوې وه، خو د ګانا نمبر پلیټ یې درلودی او په سيټ کې یې کوریایی ورځپاڼه پرته وه.

په دغه راز موټرونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو او جرمني هېوادونو نښې نښانې هم تر سترګو کیږي.

د کرولا موټرونو څخه په ولایتي سفرونو کې چې ډېرې سړکونه یې اومه او کندې کپرې لري، هم کار اخیستل کیږي.

د کابل ښار یوه ټکسي‌ چلوونکي وویل: " په افغانستان کې نور ګاډي نتیجه نه ده ورکړې. دلته یواځې کرولا موټر کامیابه دی او کار ورکوي."

په بهر کې ګڼ شمېر میشتو افغانانو هم د نورو موټرونو په پرتله، ټویوټا کرولا موټر ډیر خوښیږي، ځکه ددوی په وینا دغه ګاډي 'کم مصرفه' او په اسانۍ سره رغول کیږي.‌

ددغه خبر په جوړولو کې د فرانسپرس خبري آژانس له رپوټ څخه کار اخیستل شوې دی.

XS
SM
MD
LG