د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: مسکو د بلاروس-پولنډ سرحد کې د کډوالو بحران سره رابطه نلري


د روسیې ولسمشر

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ نومبر ۱۳ ( لړم ۲۲) هغه ادعاوې رد کړې چې ګواګې روسیه د بلاروس او پولند په پوله د کډوالو په روان بحران کې لاس لري.

هغه چې د روسیې د دولتي تلویزیون له خبریال سره یې خبرې کولې وویل: "زه ټولو ته وایم چې روسیه له دغې شخړې سره هیڅ رابطه نه لري. هرڅوک هڅه کوي چې له کوم دلیل پرته مونږ ته مسئولیت راجع کړي. زمونږ د هیواد هیڅ کوم هوايي شرکت دغه مساپر دې ځای ته نه دي را انتقال کړي."

پوتین په عراق او افغانستان کې د لویدیځو هیوادونو پوځي عملیاتو ته په اشارې سره وویل چې د کډوالو د بحران مسببین هم همدغه هیوادونه دي.

د روسیې ولسشمر وویل چې بلاروس ورسره اروپا ته د روسیې د ګازو د انتقال د بهیر د احتمالي قطع کولو په هکله هم مشوره نه ده کړې. هغه وویل د بلاروس دا ډول یو اقدام ښايي د مسکو او مینسک تر منځ اړیکو ته زیان ورسوي.

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو خبرداری ورکړی چې په مینسک باندې له دغه هیواد سره د پولنډ د ګډې پولې په اوږدو کې د کډوالو د راټولېدو له امله د اروپايي ټولنې د نویو بندیزونو په ځواب کې به د دغې ټولنې غړو هیوادونو ته د ګازو انتقال او نورو سوداګریزو توکو لېږدول بند کړي.

ولسمشر پوتین وویل د بلاروس له ولسمشر لوکاشینکو سره یې په دې وروستیو کې خبرې کړي خو هغه ورته د خپل دغه اقدام یادونه نه ده کړې.

پوتین زیاته کړه چې د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکا شینکو د اروپايي ټولنې د بندیزونو په ځواب کې د روسیې د ګازو د جریان د بندولو انتخاب لري خو دغه کار به یې له روسیې سره د ترانزیت له تړون څخه، سرغړونه وي.

هغه وویل: "دا به د اروپا د انرژۍ سکټور ته لویه صدمه ورسوي او له بلاروس سره به د ترانزیت د یوه هیواد په توګه زمونږ اړیکې خرابې کړي."

د اوکراین له پولې سره د روسي ځواکونو د راټولېدو په هکله د پوښتنې په ځواب کې هغه د "دانبس" په سیمه کې د اوکراین له خوا د یوه محاربوي ډرون کارونې او په تور سمندرګي کې د امریکا سمندري پوځي تمرینونو ته د ترینګلتیا د زیاتوونکو عواملو په توګه اشاره وکړه.

هغه وویل:" دوی مونږ د خپلو دفاعي وړتیاوو ښودلو ته مجبوروي."

اوکراین تیره اونۍ شکایت کړی و چې روسیې یې له پولې سره نږدې په لسګونو زره عسکر ځای په ځای کړیدي او په اوکراین باندې د فشار د واردولو لپاره پوځي تمرینونه ترسره کوي.

مسکو د کریمیا ټاپوزمه په ۲۰۱۴ کال کې له روسیې سره الحاق کړه او د اوکراین په ختیځ کې د بیلتونپالو یاغیانو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG