د لاس رسي وړ اتصالات

پولنډ بلاروس څخه د کډوالو مخنیوي لپاره د ناټو جدي اقدمات غواړي


اروپا ته تلوونکي پناه غوښتونکي
اروپا ته تلوونکي پناه غوښتونکي

د پولنډ صدراعظم پرون یکشنبه نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) له ناټو څخه وغوښتل چې د بلاروس په اوږدو کې د کډوالو ناورین د حل لارې لپاره دې «ټینګ اقدمات» تر سره کړي.

صدراعظم ماتئوش مور اویسکي ویلي چې له لیتوانیا او لیتویا سره د خبرو په حال کې دي او ټینګار یې کړی چې د کډوالۍ بحران دومره جدي دی چې یوازي په دې اړه د اندېښنې ښودل بسنه نکوي.

موراویسکي ویلي: "داسې لیدل کیږي چې د [کډوالۍ بحران د مخنیوي لپاره] زیاتو اقدماتو ته اړتیا ده،په دې برخه کې یوازې په ښکاره د اندېښنې ښودل بسنه نکوي، موږ جدي اقدماتو او د خپلو متحدینو هر اړخیزه تعامل ته اړتیا لرو."

د پولنډ صدراعظم ویلي د بلاروس او پولنډ د پولې منځ کې د کډوالۍ د بحران موضوع ډيره جدي ده او یوازې «خبره» به د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو رژیم د عمل مخه ونیسي.

هغه په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې زرګونه کډوال په دې هیله پر بلاروس ورمات شوي چې تر څو خپل ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي، خو دغه کډوال د دواړو هیوادونو په منځ کې په خورا سړې هوا کې بند پاتې دي.

د پولنډ حکومت د خپل هیواد قلمرو ته د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې د بلاروس سره پوله کې دېوال جوړ کړي، هغه څه چې ۲۵۰ میلیون ډالره لګښت پرې راځي.

د پولنډ صدراعظم ویلي چې د اروپايي ټولنې ټول غړي باید د دغه دېوال په جوړېدو کې برخه واخلي او ټینګار یې کړی چې هیواد یې هره ورځ اروپايي هیوادونو ته د غیر قانوني کډوالو مخنیوي برخه کې ډير څه کوي او اروپايي ټولنې ته د کډوالو د تازه څپې مخه نیسي.

موراویسکي ویلي چې د اروپايي ټولنې مشران کېدایشي په بلاروس د لا زیاتو بندیزونو په اړه بحثونه وکړي او په دغه بحثونو کې به د پولنډ او بلاروس ترمنځ د پولې په بشپړه توګه تړل هم شامل وي.

په همدې مهال رویټرز خبري آژانس د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشر جوزف بوریل له قوله ویلي دغه اروپايي ټولنه به د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۵ ممکن پر بلاروس بندیزونه نور هم پراخ کړي چې هغه کې به په هوايي او ترانسپورتي شرکتونو بندیزونه هم شامل وي چې د غیر قانوني کډوالو په انتقال کې دخیل دي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ندا پرایس ویلي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د شنبې په ورځ د پولنډ د بهرنیو چارو له وزیر زبیګنیو راو سره خبرو کې وویل چې د بلاروس چلند د سیمي امنیت ګواښي او امریکا چمتو ده چې له پولنډ سره د کډوالۍ ناورین په برخه کې مرسته وکړي.

پولنډي چارواکو روسیه او بلاروس تورن کړي چې دغه دوه هیوادونه د پولنډ پولو ته د کډوالو په داخلېدو سره هڅه کوي چې د اروپا امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

یو شمېر لوېدیځو هیوادونو او منتقدینو له میاشتو راپدېخوا ویلي چې لوکاشینکو له منځني ختیځ څخه خپل هیواد ته کډوال پرېږدي او تر هغه وروسته یې د اروپايي هیوادونو پولو ته خوشي کوي او یاد عمل یې د اروپا د بندیزونو په مقابل کې غچ اخیستل دي.

لوېدیځو هیوادونو وروسته تر هغه پر بلاروس بندیونه ولګول چې د دغه هیواد د ۲۰۲۰ کال د اګست میاشتې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعاوې وشوې. د لوکاشینکو په مشرۍ حکومت د دموکراسۍ ملاتړو اعتراضات سخت وځپل او لسګونه زره کسان چې په ټاکنو کې د شفافیت غوښتنه کول تر نیولو وروسته بندي کړل.

XS
SM
MD
LG