د لاس رسي وړ اتصالات

الوتکه کې د لېږدېدونکي اس خوشې کېدو پیلوټ کښیناستو ته مجبور کړ


عکس:‌ ارشیف
عکس:‌ ارشیف

د بلجیم په لور روانه یوه بار وړونکې الوتکه وروسته له هغه بیرته نیو یارک ته ستنه شوه چې یو اس پکې د پرواز په منځ کې له خپل ځای څخه خوشې شو.

په امریکا کې رسنیو ویلي، دا اس د تیرې پنجشنبې په ماښام د الوتنې نیم ساعت وروسته هغه مهال خوشې شو چې الوتکه شاوخوا ۱۰ زره متره لوړه په هوا کې وه.

وروسته له هغه چې د الوتکې د عملې غړي ونه توانیدل چې اس بیرته په خپل ټاکلي ځای کې وتړي، د ایر اتلانتا ایسلینډي ۷۴۷ بوینګ الوتکې پیلوټ د نیویارک جان ایف کینیډي نړیوال هوایي ډګر ته د بیرته ستنیدو اجازه وغوښتله.

پیلوټ وویل: "په الوتنه کې کومه ستونزه نشته، مګر موږ باید بیرته نیویارک ته ستانه شو ځکه چې موږ نشو کولی اس بیرته خوندي کړو."

د اتلانتیک سمندر پر سر له امریکا څخه اروپا ته د تللو دپاره ددغې الوتکې په ټانکۍ کې په زرهاو لیتره تیل موجود و، او د الوتکې عمله مجبوره شوه چې شاوخوا ۲۰ ټنه تیل په سمندر کې خالي کړي ترڅو الوتکه په خوندي ډول بیرته په نیویارک کې راښکته شي.

د الوتکو د څار وبسایټ "فلایټ راډار ۲۴" د معلوماتو په اساس، دې الوتکې په نیویارک کې له کښیناستو لږ وروسته خپل سفر بیا پیل کړ او د بلجیم په لیج کې ښکته شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG