د لاس رسي وړ اتصالات

برني ساندرز د امریکا د جمهوري ریاست له انتخاباتي مبارزې ووت


امریکایي سناتور برني ساندرز
امریکایي سناتور برني ساندرز

امریکایي سناتور برني ساندرز چې د امریکا د جمهوري ریاست د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې د دموکرات ګوند د نوماندۍ د ترلاسه کولو لپاره یې مبارزه کوله، د انتخاباتي مبارزې نه لاس واخیست.

ښاغلي سندرز نن چهارشنبې په ورځ اپریل ۸ (وري ۲۰) په ټولنیزو رسنیو کې په ژوندۍ بڼه خپلو يلویانو ته په خطاب کې وویل: : "بریا ته د رسیدلو لار تقریباً ناممکنه ده...دې نتیجې ته ورسیدم چې (د جمهوري ریاست انتخاباتو کې) د دموکرات ګوند د نوماندۍ د ترلاسه کولو لپاره زما هڅه ښایي بریالۍ نه وي. پدې خاطر نن د خپلي انتخاباتي مبارزې پای اعلانوم".

ښاغلي ساندرز پرته له دې چې د دموکرات ګوند د بل کاندید څخه ملاتړ اعلان کړي د امریکایانو نه په مننې وویل چې د خپلې مبارزې خوږې خاطرې چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې د کمپاین په ترڅ کې ترلاسه کړي تل په یاد ولري.

د ښاغلي سندرز ګوښه کیدل د دموکرات ګوند په خپل منځي انتخاباتو کې بل کاندید جو بایدن ته لاره هواروي چې د روان کال د نومبر د دریمې نیټې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي دونالد ټرمپ په وړاندې مبارزه وکړي.

ښاغلي ټرمپ د ښاغلي سندرز د پریکړې له اوریدو وروسته سمدستي په خپل ټویټر باندې غبرګون وښود او ویې ویل چې دا مبارزه هماغسې چې دموکراتانو غوښتل پای ته ورسیده. هغه د ښاغلي سندرز له پلویانو وغوښتل چې د جمهوري غوښتونکي ګوند سره یوځای شي.

ښاغلی سندرز ۷۸ کلن دی او اکثر پلویان یې ځوانان دي چې د هغه د ټولنیزو او روغتیایي پروګرامونو ملاتړ کوي. ښاغلي سندرز په ټینګار سره وویل چې کوم دموکراتیک خوځښت او جریان یې چې په لاره اچولی هغه ته به دوام ورکړي او د دموکرات ګوند په عمومي غونډه کې به د خپلو اجنداو لپاره مبارزه وکړي.

د کروناویروس خپریدل چې امریکا کې اوس تر نورو ټولو هیوادونو زیات کسان پرې اخته دي د امریکا د عامو خلکو پاملرنه د انتخاباتي کمپاین نه بل خوا اړولې ده.

د ښاغلي سندرز سوسیال دموکراته اجندا د دموکرات ګوند د مناظرو اصلي برخه وه. ښاغلی سندرز د دولتي روغتیایي مراقبتونو د سیستم غوښتونکی دی چې ټول ورته لاس رسی ولري.

همدا شان سناتور سندرز غوښتي چې په متحده ایالاتو کې د کار حد اقل مزد په ساعت کې ۱۵ ډالره شي، د کالج تر فراغت پورې زده کړې وړیا وي او بډایه امریکایي زیاته مالیه ورکړي.

XS
SM
MD
LG