د لاس رسي وړ اتصالات

د بیروت زوروره چاودنه؛ د اطلاعاتو وزیرې استعفا وکړه


د چاودنې نه وروسته د حکومت ضد مظاهرې شروع شوي او مظاهره چیان د ټول حکومت د استعفا غوښتنه کوي.
د چاودنې نه وروسته د حکومت ضد مظاهرې شروع شوي او مظاهره چیان د ټول حکومت د استعفا غوښتنه کوي.

د لبنان د اطلاعاتو وزیرې د بیروت په زورورې چاودنې کې د ناکامۍ له وجې د ولس نه بښنه غوښتې.

وزیرې، منال عبدالصمد نن د یکشنبې په ورځ، اګست ۹ (زمري ۱۹) په یوې اعلامیې کې چې په مطبوعاتو کې خپره شوې ویلي، "د بیروت د سترې غمیزې نه وورسته ما د حکومت د پریښودواعلان وکړ".

میرمن صمد پداسې حال کې خپله دنده پریږدي چې په حکومت اعتراضونه زیات شوي. آن دا چې ځینو معترضینو د ټول حکومت د استعفا کولو غوښتنه کړیده.

مظاهره چیانو هوډ څرګند کړی چې نن به هم مظاهرې کوي او تیره شپه په څو وزراتونو هم یرغل کړی. اعتراض کوونکو د بیروت چاودنه د بشریت ضد جرم بللی او د صدراعظم حسن دیاب د حکومت د ټولې کابینې استعفا غواړي.

مظاهره کوونکي د حکومت په مشرانو د اداري فساد، رشوت خورۍ او بې کفایتۍ تور لګوي. صدراعظم حسن دیاب د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د تازه انتخاباتو لپاره به قانوني مسوده ترتیب کړي او په تشکیلاتو کې د اصلاحاتو ژمنه یې کړې.

د اطلاعاتو د وزیرې تر څنګ د پالمان شپږو غړیو هم استعفاوې ورکړیدي.

سره لدې چې د لبنان جمهور رئیس میشل عون د بیروت د چاودنې په هکله په نړیواله کچه د تحقیقاتو سره مخالفت ښودلی خو د مارونایټ د کلیسا مشر، بیشارا رای ټینګار کړی د چاودنې په هکله دې نړیوال تحقیقات وکړي.

په چاودنې کې چې تر اوسه د ۱۵۸ کسانو د وژل کیدو او د ۶ زرو نه د زیاتو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

حکومت همدارنګه ویلي چې د شپیتو په شاوخوا کې کسان تري تم دي او مرګ او ژوند هیڅ درک یې ندی معلوم.

په همدې حال کې د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون نن د لبنان لپاره د بسپنې د راټولولو د یو نړیوال کنفرانس کوربه توب کوي چې ملګرو ملتونه یې هم ملاتړ کوي.

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ هم ویلي چې د لبنان او فرانسې د جمهور رئیسانو سره یې خبرې کړي او نن د یکشنبې په ورځ به د بسپنې راټولو پدې کنفرانس کې د چې آنلاین دایریږي، برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG