د لاس رسي وړ اتصالات

د بیروت په چاودنې کې ۶۰ تنه لا هم تري تم دي


ژغورونکي لا هم لګیا دي د خاور خزلو د لاندې ګیر پاتې شوي کسان لټوي.
ژغورونکي لا هم لګیا دي د خاور خزلو د لاندې ګیر پاتې شوي کسان لټوي.

د لبنان په پلازمینه بیروت کې د زورورې چاودنې څلور ورځې تیرې شوې خو چارواکي وایي چې لا هم د لسګونو کسانو د مرک او ژوند هیڅ څرک ندی معلوم.

د لبنان د عامې روغتیا وزارت نن د شنبې په ورځ، اګست ۸ (زمري ۱۸) ویلي چې په چاودنې کې ۱۵۴ کسان وژل شوي، او د ۵ زرو نه زیات ټپي شویدي.

وزارت همدرانګه ویلي چې ۶۰ کسان تر اوسه لا درکه دي.

په وژل شویو کې ۲۵ داسې کسان هم شته چې پيژندل یې ګران دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي د ۵ زرو ټپي شویو کسانو له ډلې نه ۱۲۰ کسان ښه کاري ژوبل شوي او روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.

XS
SM
MD
LG