د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان جمهور رئیس: امکان لري د بیروت چاودنه کې د بهرنیو لاس وي


د بیروت په چاودنې کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي او د ۵ زرو نه ډیر ژوبل دي.
د بیروت په چاودنې کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي او د ۵ زرو نه ډیر ژوبل دي.

سره لدې چې تر اوسه نده معلومه چې د لبنان په پایتخت بیروت کې د تیرې اوونۍ زوروره چاودنه څنګه پیښه شوې خو د لبنان جمهور رئیس میشل عون نن د جمعې په ورځ، اګست ۷ (زمري ۱۷) وویل چې امکان لري دا چاودنه د بهر نه د توغندي، بم یا بلې کومې لارې شوې وي.

پدې چاودنې کې چې تقریباً ټوله سیمه یې ولړزوله، لږ تر لږه ۱۵۳ کسان وژل شوي او د ۵ زرو نه ډیر ټپي شويدي.

ولسمشر میشل عون مطبوعاتو ته وویل چې مسؤلینو تحقیقات پیل کړي چې معلومه کړي چاودنه د بم په واسطه شوې او یا کوم شی د بهر نه وار شوی.

د امریکا متحده ایالاتو هم د چاودنې نه وروسته ویلي و چې ښایي چاودنه د برید له کبله شوې وي. په عربي مطبوعاتو کې شک په اسرائیل کیږي ځکه چې پدې تازه وخت کې یې د ایران او د حزب الله د شیعه وسله والې ډلې سره جنجالونه زیات شوي خو اسرائیل پدې چاودنې کې لاس لرل رد کړي دي.

حکومت د بشپړو تحقیقاتو ژمنه کړې او ۱۶ کسان یې د پیښې په تړاو نیولي هم دي. په لبنان فشار ډیر شوی چې د پیښې په هکله د تحقیقاتو لپاره دې نړیوالې ډلې ته اجازه ورکړي خو د لبنان ولسمشر دغه غوښتنه رد کړې.

بل پلو د رضاکارانو څو ډلو د بیروت ښار د پاکولو چارې پیل کړي. مسؤلین وایي چاودنې د ځاني زیان تر څنګ د بیروت ښار ته شاوخوا ۱۵ ملیادره ډالر مالي زیان هم اړولی.

دغه ښار د ۱۹۷۵ او ۱۹۹۰ په کورنیو جګړو کې هم څو ځله په بمي چاودنو او بمباریو کې وران شوی و.

د امریکا متحده ایالتونو، اروپایي اتحادیې او ملګرو ملتونو لبنان سره د مرستو خبر هم ورکړی. امریکا نن اعلان وکړ چې د ۱۵ میلونو ډالرو په ارزښت عاجل روغتیايي او خوراکي مواد لبنان ته لیږي. دغه مرستې لبنان ته د امریکا پوځ انتقالوي.

د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا د مرستو ادارې ویلې چې دغه مرستې به تقریباً ۵۰ زرو کسانو ته د دریو میاشتو لپاره خوراکي او نور ضروري مواد برابر کړي.

XS
SM
MD
LG