د لاس رسي وړ اتصالات

د کال غوره ټویټونو کې د ټرمپ ټویټ نشته خو د اوباما درې دي


د ولسمشر اوباما درې ټویټونه د ۲۰۱۷ کال په غوره ټویټونو کې راغلي دي
د ولسمشر اوباما درې ټویټونه د ۲۰۱۷ کال په غوره ټویټونو کې راغلي دي

د ۲۰۱۷ کال غوره ټویټ د یوه ماشوم غوښتنه وه، د ولسمشر اوباما درې ټویټونه د لسو غوره ټویټونو په ډله کې راغلي، خو د ولسمشر ټرمپ یو ټویټ هم نشته.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په ټویټر کې ډېر فعال بلل کیږي او میلیونونه مینوال او لوستونکي لري. هغه د انتخاباتو او له انتخاباتو وروسته خپلې مهمې خبرې په ټویټر کې کړي دي او ځینو رسنیو هغه ته د " ټویټر- ټولنیزې رسنۍ- سړی" نوم هم ورکړی دی.

د مخکنی ولسمشر اوباما درې تویټونه د ۲۰۱۷ کال د لسو غوره ټویټونو په ډله کې راغلي او دوه ټویټونه یې خلکو تر ټولو ډېر خوښ کړي دي.

ولسمشر اوباما د ۲۰۱۷ کال د اګست په میاشت کې د بېلابېلو نژادونو له یو شمېر ماشومانو سره خپل یو تصویر خپور کړ. د هغه دا تصویر او ټویټ د غوره ټویټونو په لست کې دویم ځای خپل کړی دی.

یو اس ټوډای ورخپاڼه وايي په کومه ورځ چې ښاغلي اوباما دا ټویټ کړی و، په هماغه ورځ د امریکا په ویرجینا کې د سپین پوستو ملتپالو یوې مظاهرې کې تاوتریخوالی شوی و.

ښاغلي اوباما په خپل ټویټر کې لیکلي وو: " هيڅوک هم داسې نه زېږي چې د نژاد، رنګ، مذهب او سابقې په اساس له نورو څخه نفرت وکړي...". د ښاغلي اوباما همدغه تصویر د ۲۰۱۷ کال تر ټولو ډېر خوښ کړل شوی تصویر راغلی دی.

مګر په همدې ورځ ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټرکې ولیکل چې د "تعصب، نفرت او تاوتریخوالي" کې ډېر اړخونه پړه دي.

د ښاغلي اوباما دویم ټویټ چې د کال د لسو غوره ټویټونو په سر کې راغلی دی، د واک د پرېښودو په اړه و.

په کومه ورځ چې ولسمشر ټرمپ لوړه وکړه، ښاغلي اوباما یې په سبا ولیکل چې د امریکا ولسمشري د هغه "ژوند ویاړ"

د کال تر ټولو غوره ټویټ

د متحدو ایالتونو د نویدا د یو ۱۷ کلن ماشوم غوښتنه د کال په تر ټولو غوره ټویټ بدل شو. ده د وینډیز په نامه د یو امریکايي رستورانټ پر ټویټر ولیکل: د چرګې د سرې شوې خوښې- چیکن نګیت- یو مفت خوراک په څو ټویټونو دی؟ رستورانټ ورته په ځواب کې ولیکل: په ۱۸ میلیونه ټویټونو.

د ټویټر یو فعال ویلکرسن له خپلو مینوالو وغوښتل: لطفآ مرسته وکړئ، یو سړی د چرګ خوراک غواړي.

دا ټویټ میلیونونه خلکو خوښ او شریک کړل او په اړه یې تبصرې وکړې، چې بلاخره د ۲۰۱۷ کال تر ټولو غوره ټویټ شو.

په نورو غوره ټویټونو کې د امریکا په هوسټن کې د سیلاب ځپلو سره د مرستو د جلبولو ټویټونه دي. سیلابونو او طوفانونو سلګونه زره خلک بې ځایه کړل، یو شمېر یې مړه او ژوبل او ډېر مالي تاوان يې هم واړوه.

د ټویټر یو فعال سیم د خپل سپي له تصویر سره ولیکل: زه او لیو، د دغه ټویټ په هر شریکولو سره هوسټن- ښار- د سپي شپږ پونډه خواړه ورکوو. سلګونه زره خلکو دا ټویټ، خوښ شریک او په اړه یې تبصرې وکړي.

XS
SM
MD
LG