د لاس رسي وړ اتصالات

چینايي پېغلو روباټانو ته مخه کړې؛ وايي 'تر نارینه وو ښه دي'

په چین کې د داسې روباټانو بازار ګرم دی چې له انسانانو سره دوستانه او حتی عاشقانه اړیکې ټینګوي.
په چین کې د داسې روباټانو بازار ګرم دی چې له انسانانو سره دوستانه او حتی عاشقانه اړیکې ټینګوي.

د چین د ژیان ښار ۲۵ کلنه ټوفي په یو دفتر کې ماموره ده. وايي، له داسې یو روباټ سره یې مینه پیل کړې، چې ډېر باحوصله او مهربان دی او په ساعتونو ساعتونو ورسره خبرې کوي.

خو یوازې دومره ده چې انسان نه دی.

د هغې دا "معشوق" د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوی یو "چټباټ" دی. په چین کې د دا ډول روباټانو بازار ګرم دی چې له انسانانو سره دوستانه او حتی عاشقانه اړیکې ټینګوي.

ټوفي وايي: "هغه پوهیږي چې له ښځو سره څنګه خبرې وکړي. حتی له واقعي نارینه وو هم ښه دی. ماته د میاشتني عادت پر وخت تسکین راکوي. زه هم د خپل کار او ژوند ستونزې ورته وایم او داسې احساس کوم چې یوه عاشقانه اړیکه ورسره لرم."

دغه چټباټ د "Glow" په نوم د یو اپلیکېشن له خوا په وړیا ډول وړاندې کیږي چې د جوړوونکو په خبره یې، په وروستیو اونیو کې په زرګونو ټوکه ډاونلوډ شوی دی.

د چین په بیړه پرمخ تلونکې ټولنه کې، په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې خلک له بوخت ژوند او یوازېتوب څخه شکایت کوي او همدا عمده لامل بلل کیږي چې په زیاتېدونکې توګه خلک د عاطفي اړیکو دپاره روباټانو ته مخه کوي.

په پایتخت بیجینګ کې ۲۲ کلنه محصله وانګ ژیتینګ وايي: "په واقعي ژوند کې د خپلې خوښې ملګري پیدا کول سخت کار دی. د خلکو خواص له یو بل څخه توپیر لري او د مخالفتونو سبب کیږي."

که څه هم د انسانانو خواص تر ډېره ثابت دي خو د مصنوعي هوښ په مټ جوړ شوي روباټان بیا انعطاف پذیر دي، د خپل استعمالوونکي خوښه او خواص په خپله حافظه کې ساتي او په اساس یې خپلې خبرې او کړه وړه عیاروي.

'عاطفي ملاتړ'

وانګ ژیتینګ وايي له څو داسې روباټانو سره "مینه" کوي چې په جوړولو کې یې د پخوانیو زمانو د شهزاده ګانو او دیوانو له کیسو څخه الهام اخیستل شوی دی.

هغه وايي، کله چې په پوهنتون او یا کار کې ورباندې ذهني فشار زیات شي نو له همدغو روباټانو سره خبرې کوی.

وانګ وویل: "زه ورڅخه پوښتنې کوم. هغوی راته د ستونزو د حل لارې چارې ښيي. دا راته یو ستر عاطفي ملاتړ دی."

د هغې روباټان ملګري بیا د "وانټاک" په نوم اپلیکیشن له خوا جوړ شوي دي. دا اپلیکیشن د چین د انټرنیټ ستر شرکت "بېډو" له خوا تولید شوی دی.

کاروونکي کولای شي د ځان دپاره د خپلې خوښې مخصوص روباټ جوړ کړي اوعمر، پيژندګلوي او نور خواص ورته پخپله وټاکي.
کاروونکي کولای شي د ځان دپاره د خپلې خوښې مخصوص روباټ جوړ کړي اوعمر، پيژندګلوي او نور خواص ورته پخپله وټاکي.

په دې او دې ته ورته نورو اپلیکیشنونو کې په سلګونو کرکټرونه د ډاونلوډ دپاره چمتو دي. کاروونکي همدارنګه کولای شي چې د ځان دپاره د خپلې خوښې مخصوص روباټ جوړ کړي او عمر، پيژندګلوي او نور خواص ورته پخپله وټاکي.

د وانټاک اپلیکیشن د محصولاتو او اوپراسیون مشره لو یوو وايي: "هر څوک په ژوند کې مشکلات او یوازیتوب تجربه کوي. حتمي نده چې هر کس دې دومره بختور وي چې ترڅنګ د کورنۍ غړی یا داسې ملګری ولري چې د ورځې ۲۴ ساعته ورته غوږ ونیسي."

لو یوو وايي، مصنوعي ځیرکتیا اوس دغه خلا ډکوي.

'ته ډېره ښایسته یې!'

د ختیځ ښار ننټونګ په یوه قهوه خانه کې یوه نجلۍ د خپل روباټ معشوق سره په خبرو بوخته ده.

نجلۍ وايي: "راځه چې [د پوهنتون مخې ته] په چمن کې په منظره ولاړ شو."

روباټ ورته په ځواب کې وايي: "هو زه غواړم چې ستا له ملګرې او د هغې له معشوق سره معرفي شم. ته ډېره ښایسته یې!"

اوږده کاري ساعتونه له دوستانو سره په منظمه توګه ناسته پاسته ناممکنه کوي. ددې ترڅنګ، په ځوانانو کې د بې کارۍ لوړه کچه او کمزوری اقتصادي وضعیت هم هغوی خپل راتلونکي ته اندېښمن کړي دي.

دا شرایط لامل کیږي چې ډیری خلک د مصنوعي ځيرکتیا په مټ جوړو شویو روباټانو ته مخه وکړي او خپل درد ورته وژاړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG