د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: امریکا کې د دموکراسۍ اینده تر ګواښ لاندې ده


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په شپه نومبر دویمه (عقرب۱۱) په تلویزوني وینا کې وویل چې د امریکا په منځمهالو انتخاباتو کې د دموکراسۍ اینده د جمهوریت غوښتونکو تر ګواښ لاندې ده او په خبره یې هغوی ځانونه کاندید کړي خو نتایج نه مني.

په داسې حال کې چې محافظه کاران د ښاغلي بایډن په حکومت نیوکې کوې، هغه په خپلو خبرو کې په جمهوریت غوښتونکو انتقادونه وکړل.

ښاغلي‌ بایډن وویل: «داسې کسان شته چې په امریکا کې په ټولو ادارو کې یې ځانونه کاندید کړي دي... هغه افراد هم په کې دي چې ژمن دي د ټاکنو پایلې به ونه مني.»

ولسمشر بایډن وویل چې د جمهوریت غوښتونکو نژدې ۳۰۰ کاندیدانو رایه ورکوونکي او انتخاباتي کارکوونکي‌ ډارولي دي او زیاته یې کړه چې دا ډول لانجمنې کړنې په امریکا کې «بې سابقه، غیر قانوني او غیر امریکايي» دي.

د امریکا منځمهالو ټاکنو ته شپږ ورځې پاتې دي او ویل کېږي چې جمهوریت غوښتونکي د استازو د خونې په ټاکنو کې بر لاس لري او ښايي د سنا اکثریت هم خپل کړي.

د امریکا د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې د مخکني‌ ولسمشر دونالډ ټرمپ یو شمېر پلویانو د کانګرس په ودانۍ برید وکړ او تازه نظر پوښتنې ښيي‌ چې اکثریت رایه ورکوونکي امریکایان د خپل هېواد د اقتصادي‌ وضعیت په اړه اندېښمن دي.

دموکراتان د قیمتونو د لوړوالي او اقتصادي‌ رکود له کبله تر انتقادونو لاندې دي. د استازو په خونې کې د اکثریت مشر د ښاغلي بایډن تر خبرو مخکې ویلي وو چې خلک د اقتصادي ‌وضعیت او نرخونو په اړه شکایت او د خپلو ماشومانو د اینده په اړه اندېښنه لري.

XS
SM
MD
LG