د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او مک کارتي د پور لایحه نهایي کړه


په لایحې به د چارشنبې په ورځ کانګرس کې رایه ګیري وشي
په لایحې به د چارشنبې په ورځ کانګرس کې رایه ګیري وشي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او د استازو مجلس مشر کیون مکارتي، چې تر ټولو جګپوړی جمهوري غوښتونکی دی، یکشنبه مې ۲۸ (غبرګولي۷) د ملي پور لایحه نهایي کړه.

دا لایحه د استازو مجلس دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو مشرانو په ګډه جوړه کړې او ټاکل شوې چې د راتلونکي چهارشنبې په ورځ به په کانګرس کې پرې رایه ګیري وشي.

جمهور رئیس بایډن د دې لایحې په هکله په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د کانګرس دواړو خونو څخه په ټینګه غواړي چې دا لایحه منظوره کړي.

د کانګرس استازو مجلس کې جمهوري غوښتونکي او سنا کې بیا دموکراتان اکثریت دي.
ښاغلي بایډن زیاته کړه چې د لایحې منظوریدل د "د مسؤلیتونو ادا کولو کې د ناوړه پاتې راتګ ګواښ له منځه وړي، زمونږ په سخته تر لاسه شوی اقتصاد خوندي کوي او داسې یو جوړجاړی دی چې ښیي هر چا چې څه غوښتل تر لاسه یې کړل".

سره لدې چې د کانګرس ځینو جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو پدې لایحې یو څخه شک څرګند کړی خو د استازو مجلس مشر کیون مکارتي خوشبین دی چې دواړوه ګوندونه یې د لایحې ملاتړ کوي او په کانګرس کې منظوریدل به یې ګران نه وي.

ښاغلي مک کارتي او په کانګرس کې نورو جمهوري غوښتونکو مشرانو دا لایحه ستایلې او د" تاریخي ګټې لړۍ" یې بللې.

په لایحې کې اجازه ورکړل شوې چې د ملي پور اندازه د راتلونکو دوو کالونو لپاره لوړه شي چې له مخې به یې حکومت وکړی شي پیسې په پور واخلي او دومره نغدې پیسې ولري چې د حکومتي مامورینو تنخواګانې ورکړي او خپل نور مالي مسؤلیتونه پر ځای کړي.

د دې په بدل کې په لایحې کې جمهوري غوښتونکو دا ګټه کړې چې د راتلونکو دوو کالونو لپاره به د فدرالي حکومت په ځینو لګښتونو محدودیت وضع شي.

خو په کانګرس کې ځینو سخت دریځو کین اړخو جمهوري غوښتونکو او اصلاحپالو دموکراتانو ته د دې لایحې د منظوریدو لپاره د مثبتې رایې کارولو لپاره قناعت ورکولو ښایي د استازو مجلس مشر او نورو مشرانو کار یو څه سخت کړي.

د جمهوري غوښتونکو دا ډله د حکومت په لګښتونو کې ډیر کموالی غواړي خو د دموکراتانو ډله بیا وایي چې په بودجې کې باید هیڅ ډول کمی رانشي.

دا چې د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي ډیر لږ اکثریت لري، پدې معنی چې ښه ډیر شمیر دموکراتان باید د دې لایحې د منظوریدو لپاره مثبتې رایې ورکړي خو د سنا په مجلس کې یې منظوریدل ځکه آسان دي چې د جمهور رئیس جو بایډن دموکرات ګوند پکې اکثریت لري.

کیون مک کارتي ویلي چې د حکومتي لګښتونو پر سر د محدودیتونو وضع کیدل مهم بری و او دا ټینګار یې هم کاوه چې ۹۵ په سلو کې جمهوري غوښتونکي پدې لایحې خوښ دي.

دغه لایحه چې په ۹۹ پاڼو کې لیکل شوې د واشنګټن پر وخت یکشنبه ناوخته د عامو خلکو لیدو لپاره خپره شوه چې د رای ګیرۍ څخه وړاندې د کانګرس غړي یې هم وګوري او خپل نظر پرې ورکړي.

د سنا په مجلس کې تر ټولو جګپوړي جمهوري غوښتونکي سناتور میچ مک کانل د خپل ګوند غړیو څخه غوښتي چې " بې ځایه ځنډ" دې نکوي او په چټګه توګه دې دا لایحه منظوره کړي.

XS
SM
MD
LG