د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه مې ۲۱ (غوایي۳۱) د استازو مجلس په جمهوري غوښتونکو غږ وکړ چې د حکومت د لګښتونو په هکله د خپل سخت دریځ څخه تیر شي چې د دموکراتانو سره موافقې ته ورسیږي او وړاندې تر دې چې دا هیواد د مالي مسؤلیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي، د پور اخیستو اندازه لوړه شي.
ښاغلي بایډن چې د جاپان هیروشیما کې په خبري کنفرانس کې خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې د مسؤلیتونو ادا کولو د پاتې راتګ د مخنیوي لپاره چې د متحده ایالاتو او نړۍ په اقتصاد به ناوړه اغیزه ولري، یوازې د جمهوري غوښتونکو د شرطونو له مخې موافقه نه کیږي.
هغه زیاته کړه، " وخت یې دی چې جمهوري غوښتونکي ومني داسې هیڅ دوه ګوندي موافقه نشته چې یوازې او یوزاې د هغوي د ګوند په خوښه به کیږي".
د متحده ایالاتو جمهور رئیس پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د هیواد د پور اندازې لوړولو لپاره یې له خپلې خوا د حل لارې وړاندې کړي او اوس د دې وخت دی چې جمهوري غوښتونکي د خپل سخت دریځ څخه تیر شي.
جمهور رئیس بایډن چې ټاکل شوې نن یکشنبه د جاپان څخه بیرته واشنګټن ته راشي یو ځل بیا یې د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي سره خبرې کړي او د دواړو خواوو د مرکچیانو د غونډې غوښتنه یې کړې.
ښاغلي بایډن دا هم ویلي چې د دوشنبې په ورځ به د ښاغلي مک کارتي سره دوه په دوه وګوري. د استازو مجلس مشر د جمهور رئیس سره جاپان ته تر روانیدو وړاندې هم کتلي و.
کیون مکارتي د کانګرس په ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د جمهور رئیس سره خبرې یې ګټورې وې او تر څنګ یې دا هم وویل چې کولی شي ځینو ستونزو ته د خبرو د لارې د حل لاره پیدا کړي.
سپینه ماڼۍ، پالیسي جوړوونکي او بانکونه د څو اوونیو راپدیخوا خبرداری ورکوي چې متحده ایالات د ډیفالټ کیدو په ژۍ ولاړ دی – داسې اقدام چې ښایي امریکا یو نا معلوم لوري ته سوق کړي او د اقتصادي رکود او نړیوال مالي بحران په ګډون به جدي عواقب ولري.
په کانګرس کې د بودجې دفتر چې د هیڅ ګوند پورې اړه نلري د تیرې جمعې په ورځ یې وړاند وینه کړې وه که جمهور رئیس جو بایډن او د کانګرس غړي د ملي پور اندازې په لوړلو کې موافقې ته سره ونه رسیږي، دا هیواد ښایي د روان میلادي کال د جون د میاشتې په ۱۵ مې نیټې د خپلو مسؤلیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي.
جمهور رئیس جو بایډن پخپلې خبرې ټینګ ولاړ دی او د پور اندازې لوړیدل غواړي خو په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي چې د استازو په مجلس کې اکثریت دي، یوازې په هغه صورت کې د پور اخیستو واک پراخوي چې د لګښتونو په بودجې کې د پام وړ کموالی راشي.
د متحده ایالاتو ملي پور په اوس وخت کې ۳۱.۴ ټریلیون ډالر دی
په عین حال کې د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې د تیرې پنجشنبې مې ۱۹ د ان بي سي تلویزیون سره په مرکې کې وویل لا څرګنده نده چې د حکومت سره به نغدې پیسې څه وخت خلاصې شي تر دې وړاندې یې ویلي و که د جون تر ۱۵ مې کانګرس او سپینه ماڼۍ موافقې ته ونه رسیږي، متحده ایالات به د خپلو مالي مسؤلیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي.
میرمن یلن دا خبرداری هم ورکړی و که کانګرس په راتلونکو اوونیو کې عمل ونکړي، دا وضعیت به د اقتصادي او مالي ګډوډۍ سبب به شي.
میرمن یلن دا خبرداری هم ورکړی و که د پور اخیستو اندازه لوړه نشي، دا هیواد ښایي ونشي کړای خپل مالي مسؤلیتونه ادا کړي او د " پور په ادا کولو کې د پاتې راتګ د ناوړه خطر" سره به مخامخ شي.
د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې د استازو مجلس مشر کیون مکارتي او نورو مشرانو ته په یو لیک کې لیکلي، " زمونږ تر ټولو غوره اټکل دا دی که چیرته کانګرس تر ټاکلې نیټې پورې د پور اندازه لوړه یا ونه ځنډوي نو وبه نشو کړی چې د جون میاشتې په سر کې او ښایي د جون په لومړۍ نیټې د حکومت ټولي مالي مسؤلیتونه ادا کړو.