د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ هرات کې د یو لوژستیکي مرکز د جوړولو موافقه


د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي چې د قزاقستان او ترکمنستان سره د هرات په ولایت کې د لوژستیک مرکز د جوړولو په سر موافقې ته رسیدلی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د مې میاشتې په څلورمه (غوايي ۱۵مه) ویلي چې له قزاقستان او ترکمنستان سره تر شپږ میاشتو خبرو او بحثونو وروسته په کابل کې په یوه درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د یو لوژستیکي مرکز د جوړولو په سر موافقې ته رسیدلي دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست عزیزي د رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې چې د دغه وزارت د ویاند له خوا کابل کې رسنیو ته استول شوې، ویلي چې ددغه لوژیستیکي مرکز د جوړولو هدف تر ډیره د منځنۍ اسیا او روسیې نفتي مواد جنوبي اسیا په ځانګړي ډول پاکستان ته رسول دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل چې ددغه مرکز د جوړیدو په اړه به افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان تر راتلوونکو دوو میاشتو د یو رسمي تړون مسوده ترتیب کړي. هغه ویلي چې ددې مرکز جوړیدل د افغانستان د ستراتیژیکي موقعیت څخه ګټه پورته کول دي چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا او د ایران او چین تر سرحدونو پورې د وریښمو د تاریخي لارې بیرته رغول دي.

د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان له لارې د منخنۍ او جنوبي اسیا او د خلیج هیوادونو د نښلولو لپاره په پام کې لري چې په افغانستان کې لویې لارې او د اوسپنې پټلۍ شبکې پرخه کړي.

نورالدین عزیزي په دغه مرکه کې په سیمه کې د افغانستان سترایژیک موقعیت ته په اشارې ویلي چې د چین او ایران سره خبرې کوي ترڅو ددغو هیوادونو ترمنځ د ترانزیټي مالولو د انتقال لپاره یوه نوې لاره جوړه کړي.

ښاغلي عزیزي وویل: " که چیرې د چین سره موافقې ته ورسیږو، [ځکه] په دې کې ایران پوره لیوالتیا لري چې ایران، افغانستان او چین باید یوه مستقله لار ولري".

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د چین سره د یوې مستقلې لارې د جوړیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې چین لا د واخان له لارې د افغانستان سره د نښلیدو او پر دغه لار منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ په اړه د طالبانو د حکومت لوړ پوړو چارواکو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د تیر۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې د طالبانو حکومت د بدخشان ولایت د واخان له لارې د یوسړک د جوړولو کار د بیرته پیلیدو پرمهال ویلي و چې غواړي ددغه سړک په بشپړیدو د واخان لار د چین او افغانستان ترمنځ په یوه مهمه سوداګریزه لار بدله کړي.

ددغه شاوخوا ۶۰ کیلومترو سړک د جوړولو کار د پخواني جمهوري رژیم پر مهال پیل او یو اندازه کار پرې هم شوی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG