د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: جي-۷ د روسیې تجارتي موقف لغو کوي


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، د جمعې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۰) وویل چې د نړۍ ستر اقتصاد لرونکي هیوادونه یا د جي-۷ ډله پدې سازمان کې د روسیې موقف لغو کوي. ښاغلي بایډن همداشان امریکا ته د روسیې د سمندري غذایي توکیو، الکولو او الماسو د وارداتو د منع کیدو خبر هم ورکړ.

ښاغلي بایډن وویل چې دغه اقدام به د روسیې لپاره "یوه بله ماتې" هم وي. هغه پوتین "تیری کوونکی" وګاڼه او وویل چې باید "ددې بیه ادا کړي".

د امریکا ولسمشر همداشان وویل چې هیواد یې د یو شمیر پانګه والو او د کریملن د نفوذ لرونکو پلویانو نوي نومونه د بندیزونو په لست کې شامل کړي.

بایډن وویل: "دا تازه ګامونه دي چې مونږ یې اوچتوو، خو دا اخیري اقدامات ندي".

د روسیې د تجارتي موقف ردول د متحده ایالاتو او متحدینو لپاره يې د روسيې پر توکیو په پراخو ډولونو باندې د تعرفې لګولو ته لار پرانیزي او د روسیې "د ژور رکود" حال کې اقتصاد باندې فشار نور هم زیاتوي.

د واشنګټن، لندن او نورو متحدینو همغږي تحرکات د روسیې پر بانکونو او صادراتو د محدودیتونو او مخکنیو بندیزونو تر څنګ پر پوتین باندې د فشار اچولو لپاره دي چې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا د سترې جګړې د پای ته رسولو په مقصد پر هغه هیواد لګیدلي دي او د دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته تر ټولو ستر او بیساري بندیزونه دي.

امریکایي مقاماتو ویلي چې هر هیواد د خپلو ملي مقتضیاتو مطابق کولای شي د روسیې سره په خپل تجارتي موقف کې بدلون راوړي.

په متحده ایالاتو کې دغه اقدام د کانګرس له لورې د تصویبولو ایجاب کوي، خو د امریکا د کانګرس په دواړو خونو کې د دواړو ګوندونو وکیلانو دمخه ددې کار لپاره خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

په یو بل اقدام کې د امریکا کانګرس د پنجشنبې په ماښام مارچ ۹ اوکراین ته د ۱۳،۶ میلیارد ډالرو مرستو لایحه تصږویب کړه.

ددې لایحې له مخې ددغو پیسو شاوخوا نیمایي برخه د اوکراینیانو د وسله وال کولو او تجهیزاتو او همداشان د ختیځې اروپا نورو هیوادونو ته د امریکایي ځواکونو د استولو د لګښت لپاره کارول کیږي او پاته برخه یې اوکراین ته د بشري او اقتصادي مرستو او په سیمه کې د متحدینو د دفاع د پیاوړي کولو لپاره کارول کیږي.

روسیې په ۲۰۱۹ کال کې د ۲۸ میلیارد ډالرو تجارتي مبادلې سره د متحده ایالاتو ۲۶ نجارتي شریک و.

د رړسیې نه د متحده ایالاتو عمده وارداتي توکي د سونګ مواد، فلزات او قیمتي ډبرې، اوسپنه، فولاد، کیمیاوي سره او کیمیاوي مواد دي، چې ښایي د روسیې د تجارتي موقف د بدلیدو په صورت کې پرې سترې تجارتي تعرفې ولګیږي.

XS
SM
MD
LG