د لاس رسي وړ اتصالات

هریس د واشنګټن د ملاتړ د څرګندولو لپاره پولنډ او رومانیا ته ځي


د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس پولنډ او رومانیا ته سفر کوي چې ددغو هیوادونو مشرانو ته د پنجشنبې په ورځ مارچ لسمه (کب ۱۸) د واشنګټن د ملاتړ ډاډ ورکړي او په اوکراین د روسبې د یرغل په وړاندې د غبرګون په نویو اقداماتو غور وکړي.

پولنډ او رومانیا دواړه د اروپا په ختیځ کې د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو غړي دي چې په پرله پسې توګه په سیمه کې د روسیې د یرغل په هکله اندیښمن دي. دا دواړه هیوادونه د اوکراین سره ګډه پوله لري او په لسګونو زره اوکرایني مهاجر ورغلي دي.

د ولسمشر بایډن د ادارې لوړپوړي چاراکي وایي د امریکا د ولسمشر مرستیاله به پدې سفر کې پدې غور وکړي چې د ناټو غړي پر روسیې باندې لګول شوي اقتصادي بندیزونه څنګه پلي کړي، څنګه متحد پاته شي او په ګډه پرمخ ولاړ شي.

دغو چارواکو زیاته کړې چې آغلې هریس به په پولند کې د اوکرایني مهاجرو مسئلې ته پاملرنه وکړي، همداشان اوکراین او سیمې ته د بشري او امنیتي مرستو په مسئلې به بحث وکړي. د روسیې د یرغل په نتیجه کې څّه د پاسه دوه میلیون اوکراینیان مهاجر شوي چې زیاته برخه یې په پولنډ کې دي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیاله به د پولنډ په پلازمینه وارسا کې د کاناډا د صدراعظم جستن ترودو سره هم وګوري چې د سیمې په کتلو بوخت دی.

ختیځې اروپا ته د میرمن هریس سفر په جرمني کې د امنیتي کنفرانس وروسته کیږي چې په ترڅ کې یې چې هغې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر ژیلینسکي په ګډون د امریکا د متحدینو او شریکانو سره په دې هیله وکتل چې اروپایي متحدین سره نور هم متحد کړي.

د سه شنبې په ورځ متحده ایالاتو د پولنډ یو ناڅاپي وړاندیز رد کړ چې غوښتل یې روسي میګ۲۹ جنګي جت الوتکې په جرمني کې د امریکا یوې پوځي اډې ته انتقال کړي تر څو د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین هوایي ځواک پیاوړی کړي.

د متحده ایالاتو حکومتي چارواکو وویل پدې اړه بحث به دوام ولري چې څنګه اوکراین ته امنیتي مرستې ورکړل شي، خو جزییات څرګند نکړل چې پدې هکله به د پولنډ سره د امریکا د ولسمشر د مرستیالې د خبرو پلان څه وي.

د امریکا د حکومت یو چارواکي وویل، میرمن هریس به پدغه سفر کې دا پیغام بیا تکرار کړي چې «پوتین یوه داسې اشتباه وکړه چې روسیې ته به د ستراتیژیکې ماتې سبب شي.»

کریملین پر اوکراین باندې خپل یرغل «ځانګړي عملیات» بولي چې اوکراین بې وسلې کړي او مشران یې چې دوی یې «نوي نازیان» ګڼي بې واکه کړي.

XS
SM
MD
LG