د لاس رسي وړ اتصالات

د داووس نړیوال اقتصادي سازمان د روسیې سره ټولې اړیکې بندې کړې 


د سویس د ډاوس نړیوال اقتصادي سازمان
د سویس د ډاوس نړیوال اقتصادي سازمان

د داووس نړیوال اقتصادي سازمان د چهارشنبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۸) وویل چې د روسیې سره یې ټولې اړیکې بندې کړي او د بندیزونو په لست کې د شاملو کسانو له ډلې څځه به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د سویس د داووس په دې نړیواله اقتصادي غونډه کې کډون وکړي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې چې فرانس پرس اژانس ته استول شوې ویلي: «په اوکراین باندې د روسیې د روان یرغل د غندلو وروسته دا غونډه د نړیوالو بندیزونو سره موافقه ده او په بیړه بدلیدونکي حالات تعقیبوي.»

اعلامیه زیاتوي چې: «په همدې خاطر دغه سازمان د روسیې له تاسیساتو سره خپلې ټولې اړیکې بندوي او د هیڅ یو کس او یا موسسې سره به ددې کلنۍ غونډې په ګډون زمونږ په هیڅ یو فعالیت کې ښکیل نشي چې بندیزونه يرې لګیدلي.»

د داووس نړیوال اقتصادي سازمان دغه اعلان پداسې حال کې کیږي چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په وړاندې نړیوال غږ پورته کیږي او ورسره په دوو اونیو کې څه دپاسه ۲.۲ میلیون اوکراینیان ګاونډیو هیوادونو ته دتښتیدلي دي.

د روسیې د یرغل په غبرګون کې لویدیځ پر روسیې سخت بندیزونه لګولي او متحده ایالاتو د روسیې څخه د تیلو واردول بند کړي چې د مسکو پر ضد یو ستره اقتصادي وسله کڼل کیږي.

معمولآ د نړۍ د سیاستوالو او سوداګرۍ د مشرانو دا کلنۍ غونډه هر کال د جنورۍ په میاشت کې د سویس د داووس په مجلل تفریحي ځای کې کېږي، خو دا غونډه د کروناویروس د خپریدو په وجه د روان کال د می د میاشتې تر ۲۲ ځنډول شوی.

پدغې کلنۍ غونډه کې معمولا لوړپوړي روسي سیاستوال، سوداګر او د واکمنې ډلې غړي ګډون کوي، خو اوس دا کار ممکن ندی.

د هغو کسانو په ډله کې چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په نتیجه کې پرې لویدیځ بندیزونه لګولي پخپله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شامل دی چې څو ځلې یې د داووس په غونډو کې ګډون کړی دی.

په ۲۰۱۴ کې کله چې روسیې د اوکراین د کریمیه جزیره په خپلې خاوره کې ورګډه کړه، ښاغلي پوتین بیا هم ددغه سازمان د راتلونکي کال یعنی ۲۰۱۵ کال غونډې ته بلل شوی و، خو ویې نه غوښتل چې سویس ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG