د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن یکشنبه مارچ ۲۶ (حمل پنځمه) د مسیسیپي د ایالت په څلورو سیمو کې د افت حالت اعلان کړ.
بوړبکیو دغلته د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۲۶ تنه مړه کړل او یو شمېر ودانۍ یې زیانمنې کړې.
د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي چې دا څلور سیمې د «کارول، هامفریس، مونرو او شارکي» دي. په بوړبوکیو کې همدغه راز د رولینګ بورک او سیلور ښارونه هم زیات زیانمن شوي دي.
د ولسمشر بایډن له دغه اعلان وروسته د ځپل شویو سیمو او خلکو سره به مرستې هم وشي چې هم په کې پورونه او بلا عوضه دواړه مرستې شاملې دي.
ټاکل شوې چې نن د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزیر الهاندرو ماریوکاس او د فدرال د بېړنیو حالاتو د ادارې مشرع ډیني کریسویل هم دغو ځپلو شویو سیمو ته ولاړ شي.
په میسیسیپي کې دبوړبوکیو له کبله شاوخوا ۲۶ تنه مړه شوي دي.
د دغه ایالت والي ټټ ریویز په ټویټر لیکلي دي: خلک مرستو ته اړتیا لري.«..موږ طبي مرستې شروع کړي دي -- د زیانمنو شویو لپاره مو امبولانسونه او نورې بیړنۍ مرستې زیاتې کړي. د لټون او ژغورنې عملیات پیل شوي دي.»
هغه د سیمې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړ چې "د هوا راپورونه وګوري او احتیاط دې وکړي». د تلویزیون ویدیوګانې ښیې چې کورونه نړیدلي او سړکونه په ښځلو او کثافاتو پوښلي وو.