د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې بوړبوړکۍ او توپان لږ تر لږه ۲۵کسان مړه کړي - رسنۍ 


عکس: ارشیف - د مسیسپي ایالت توپان
عکس: ارشیف - د مسیسپي ایالت توپان

مقاماتو د ای بي سي نیوز تلویزیوني شبکې ته ویلي چې د جمعې په ورځ ناوخته د امریکا د مسیسپي په ایالت کې سخت توپان او بوړبکۍ لږ تر لږه ۲۵کسان مړه کړي دي.

د مسیسیپي د بیړني مدیریت ادارې (MEMA) وویل، د لټون او ژغورنې عملیات ددې ایالت د پلازمینې جکسن ښار شمال شاوخوا ۱۱۰ کیلومترۍ کې په شارکي او همفریز سیمو کې روان دي.

ددې ایالت والي ټټ ریویز پر ټویټر لیکلي "په (میسیسيپي) ډیلټا کې ډیر خلک نن شپه ستاسو دعاو او د خدای محافظت ته اړتیا لري".

هغه زیاته کړه: "موږ طبي مرستې شروع کړي دي -- د زیانمن شویو لپاره مو امبولانسونه او نورې بیړنۍ مرستې زیاتې کړي. د لټون او ژغورنې عملیات پیل شوي دي،"

هغه د سیمې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړ چې "د هوا راپورونه وګوري او محتاط پاتې شي."

د تلویزیون ویدیوګانې ښیې چې کورونه نړیدلي او پداسې حال کې چې د بیړنیو خدمتونو کارکوونکو هڅه کوله اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي، سړکونه په ښځلو او کثافاتو پوښلي وو.

د بیړنیو خدماتو د ادارې یوې چارواکې رسنیو ته ویلي چې اوس مهال اصلي لومړیتوب د خلکو د ژوند خوندیتوب دی.

د جمعې په ورځ د مسیسپي ایالت په مختلفو سیمو کې د توپان خبرداری خپور شوی و، خو د شنبې په ورځ سهار وختي د هوا پیژندنې ملي ادارې د اورښتونو او تالندې وړاندوینه کړې خو وایي چې تمه نه کیږي اورښتونه دي شدید وي.

XS
SM
MD
LG