د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د ماریوپل د تسلیمولو په اړه د روسیې وړاندیز رد کړ 


په اوکراین د روسیې یرغل
په اوکراین د روسیې یرغل

د اوکراین حکومت د روسیې هغه غوښتنه رد کړه چې ماریوپل ښار دې ورته پرېښودل شي او تسلیم شي.

دا ښار له څو ورځو راهېسې محاصره دی، اوبه او برېښنا پرې قطع شوي، مخابراتي شبکې هم پرې شوي‌ دي او په ښار باندې د روسیې ځواکونو توغندیز بریدونه روان دي.

د روسیې د دولتي اژانس آر آی اې د راپور په اساس د روسیې د دفاع وزارت د اوکراین پوځ ته د دوشنبې تر سهار پورې وخت ورکړی و‌ چې ښار ورته پرېږدي او له دې کاره انکار به د راپور په اساس له «داړه مارو سره» د درېدو په مانا وي.

خو اوکراین دا غوښتنه رد کړې ده. د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرینا ورشچوک د ماریوپل ښار د تسلیمېدو د غوښتنې د ردولو تر څنګ له روسیې څخه وغوښتل چې خلکو ته له ښار څخه د وتلو لارې او بشري دهلیزونه خلاص پرېږدي.

نوموړې د اوکراین یوې خبري رسنۍ «پراودا» ته وویل: «د تسلمېدو او د وسلو د اېښودو په اړه هېڅ‌ ډول خبرې نشي کېدای. موږ وار د مخه په دې اړه د روسیې اړخ ته خبر ورکړی دی.»

په همدې حال کې په اوکراین او په خاص ډول ماریوپل باندې د روسیې ځواکونو بریدونه روان دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسئول جوزیپ بوریل په ماریوپل باندې د روسیې برید «بدرنګ» بللی دی. نوموړي وویل: «په ماریوپل کې چې څه پېښېږي، جنګي جنایت دی. له توپیر پرته د هر څه ویجاړول او د هر چا بمبارول او وژل.»

د اوکراین چارواکي‌ وایي په کیف باندې د روسیې د تېرې شپې د توغندیو په برید کې یو مارکیټ کې اته تنه وژل شوي دي. په همدې حال کې د کیف ښاروال په دغه ښار کې تر چهارشنبې پورې د شپې په ګرځېدو بندېز لګولی دی.

د بریتانیا د دفاع وزارت وویل چې تېره ورځ د کیف په شاوخوا کې سخته جګړه روانه وه خو د روسیې ځواکونو د وړاندې تګ مخه ډب ده.‌ وايي روسي ځواکونو د کیف په ۲۵ کیلو مېترۍ کې دي.

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلیسنکي له سي ان ان سره په یوې مرکې کې وویل چې د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره خبرو ته چمتو دی، خو که کومې موافقې ته ونه رسېږي، «دا به د درېیمې نړیوالې جګړې په مانا» ‌وي.

نوموړي له مسکو سره د سولې د هر اړخیزو خبرو غوښتنه وکړه چې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا بېرته اعاده او عدالت پلی شي.

ترکیې اعلان کړی دی چې دواړه خواوې یوې موافقې ته نژدې شوي دي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړ. امریکا او اروپا دا یرغل په کلکه وغنده، له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل او په روسیې یې قوي بندیزونه ولګول.

ملګري ملتونه وایي تر دې دمه څه باندې درې میلیون اوکراینیان له خپل هېواد څخه تښتېدلي او سلګونه ولسي کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG