د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د کرونا وبا د منشا موندلو لپاره د زیاتو پلټنو امر کړی


د چین د ووهان د ویروس پیژندنې انستیتیوت
د چین د ووهان د ویروس پیژندنې انستیتیوت

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د متحده ایالاتو استخباراتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د کروناویروس د وبا د منشا په اړه خپلې هڅې «دوه چنده» کړي.

ښاغلي بایډن د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (غبرګولي۵) د امریکا له استخباراتي ادارو وغوښتل چې د ۹۰ورځو په ترڅ کې پدې هکله نوموړي ته رپوټ ورکړي. هغه همداشان د امریکا د متحده ایالاتو ملي لابراتوارونو ته امر کړی چې پدې هکله د استخباراتي ادارو سره مرسته وکړي.

جمهور رئیس بایډن له چین څخه وغوښتل چې ددې وبا د رامنځ ته کیدو د منشا د موندلو لپاره د نړیوالو څیړونکو سره همکاري وکړي.

د ښاغلي بایډن ادارې وروسته له څو میاشتو له هغه نړیوال فشار سره یوځای شو چې له چین څخه ددې وبا د منشا په معلومولو کې همکاري غواړي.

له دې دمخه د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ په ګډون جمهوري غوښتونکو دا نظریه ترویج کړې وه چې دغه وبا د یو ککړ حیوان سره د انسان د تماس په نتیجه کې نه بلکې د یوې پیښې په نتیجه کې د چین له لابراتوارونو کې رامنځ ته شوې وه، خپره شوې ده.

چین دغه تور په کلکه رد کړی او ددغه ویروس د خپریدو په اړه یې نور احتمالات ترویج کړي دي.

د چین د ووهان د ویروس پیژندنې انستیتیوت د ویروس پراخې نمونې راټولې کړې وې او دغه کار د هغو تورونو د لګولو سبب شو چې ګواکې کروناویروس له همدې ځایه شاوخوا ته خپور شوی دی او په پای کې په وبا باندې اوښتی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د چین په ووهان ښار کې د دوو اونیو څیړنو وروسته د روان کال په فبرورۍ کې اعلان وکړ چې داسې نه بریښي چې کروناویروس دې د چین له یو لابراتوار نه منشا اخیستې وي بلکه د حیوان څخه یې انسان ته سرایت کړی دی.

د ملګرو ملتونو په پلټونکي ټیم کې د ۱۰هیوادونو متخصصین راټول شوي وو او دوه اونۍ یې په ووهان کې تیرې کړې؛ هغه ځای چې هغوی له یو هوټل څخه د ویدیو کنفرانس له لارې خپلې پلټنې وکړې.

خو د استرالیا د ساري ناروغیو کارپوه ډامنیک دوایر، او د روغتیا د نړیوال سازمان د ټیم یو څیړونکی چې د پلټنو لپاره د ووهان ښار ته تللی و، ویلي دي چې چین ددې ناروغۍ د لومړنیو پیښو په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

ښاغلی دوایر، وایي ددوی څیړونکې ډلې د ۲۰۱۹کال په دسمبر کې د کروناویروس د خپریدو په لومړۍ مرحلې کې د ۱۷۴ناروغانو او د نورو مواردو په اړه معلومات غوښتي وو، خو چینايی مقاماتو یواځې د اطلاعاتو لنډیز دوی ته وړاندې کړ.

ښاغلي بایډن په خپل بیان کې ویلي دي چې استخباراتي ادارې ددغو دوو سناریو په اړه یو شان نظر لري او باور لري چې پدې اړه پوره معلومات شته چې یوه تیوري پر بلې باندې ترجیح لري.

هغه وویل: "متحده ایالات به همداشان په ټوله نړۍ کې د خپلو همفکره شریکانو سره همکاري وکړي، چې پر چین فشار راوړي تر څو په یو بشپړه، شفاف او پر شواهدو ولاړ نړیوال تحقیق کې برخه واخلي او ټولو اطلاعاتو او شواهدو ته لاسرسی برابر کړي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي، د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې سپینه ماڼۍ د روغتیا د نړیوال سازمان د نویو څیړنو ملاتړ کوي. خو زیاته یې کړه چې یوه موثره څیړنه "اړتیا لري چې چین بالاخره اقدام وکړي او هغو اطلاعاتو ته د لاسرسي اجازه ورکړي چې [ددغې ناروغۍ] د منشا د معلومولو لپاره اړین دي."

په واشنګټن ډي سي کې د چین سفارت د ښاغلي بایډن امر ته له اشارې پرته سیاسي قوتونه پدې تورن کړل چې د کرناویروس د وبا پر وړاندې د مبارزې پر ځای د "ملامتولو لوبې" پسې ګرځي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې تر پنجشنبې ورځې پورې په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ۴۷۱ زره کسان په کروناویروس اخته شوي او ددې جملې نه څه دپاسه درې میلیونه او ۵۰۰ زره یې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG