د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د غزې جګړې په هکله د نتنیاهو دریځ اسرائیل ته زیان رسوي


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي د غزې جګړې په هکله د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دریځ دې هیواد ته د ګټې پر ځای "زیان ډیر رسوي".

ښاغلي بایډن په یوې مرکې کې چې شنبه مارچ نهمه (کب ۱۹) خپره شوه یو ځل بیا یې وویل چې اسرائیل د "خپل ځان دفاع" حق لري او د حماس ډلې تعقیب کولو حق هم لري خو دا هیواد باید د بې ګناه خلکو د وژل کیدو مخنیوي ته هم ډیر پام وکړي.

د بایډن تازه څرګندونې ښیي چې د اسرائیل د مشر د کړنو په هکله د متحده ایالاتو حوصله مخ په خلاصیدو ده.

د امریکا مشر د غزې په جګړې کې د نتنیاهو دریځ ته په اشارې سره وویل، "زما په نظر هغه (نتنیاهو) اسرائیل ته د ګټې څخه زیان ډیر رسوي".

پداسې حال کې چې د اسرائیل پوځ د نړیوالې ټولنې د پرله پسې مخالفتونو سره سره، د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې د نظامي عملیاتو بندوبست کوي خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس پدې مرکې کې پرته لدې چې ټول جزیات ورکړي وویل چې د اسرائیل دا کړنه به "سره کرښه وي".

جو بایډن تیره اوونۍ ملت ته په کلنۍ وینا کې هم په غزې کې د ګڼ شمیر ملکیانو وژل کیدو یادونه وکړله او دا یې هم وویل چې چې ټول وژل شوي د حماس ډلې غړي نه بلکې بې ګنا میرمنې او ماشومان دي.

بایډن پخپله وینا کې د فلسطیني ملکیانو وژل کیدو په هکله وویل چې ټول وژل شوي د حماس ډلې غړي ندي بلکې میرمنې او ماشومان هم پکې وژل شویدي او دا یې د اسرائیل مسؤلیت وباله چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره لا ډیر اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړه: " په غزې کې تر ۳۰ زرو ډیر فلسطینیان وژل شوي چې اکثریت یې د حماس غړي نه و. زرګونه یې بې ګناه میرمنې او ماشومان دي. نجونې او هلکان یتیمان شوي. نږدې دوه میلیونه فلسطینیان د بمبارۍ لاندې دي او بې کوره شویدي. کورنۍ د څښاک اوبه، خواړه او دارو درمل نلري. دا حالت زړه ماتوونکی دی."

سره لدې چې بایډن په رفح کې د اسرائیل پلان شوي نظامي عملیات سره کرښه وبلله خو دا یې هم وویل چې هیڅکله به اسرائیل پرې نږدي او د اسرائیل دفاع یې مهمه وبلله.

پدې مرکې کې ښاغلي بایډن څو ځله د "سرې کرښو" یادونه کړې چې په ځینو مواردو کې یې پدې هکله وینا کله یو او کله بل ډول وه.

جمهور رئیس بایډن وویل "داسې سره کرښه نشته چې په هغوي (اسرائیل) به وسلې بندې کړم تر څو هغوي د هوایي دفاع سیسټم (آیرن ډوم) ونلري چې ځان پرې خوندي کړي".

خو د مرکې په یو بلې برخې کې یې وویل چې "سرې کرښې شته، تاسو ۳۰ زره نور فلسطینیان نشئ وژلئ".

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو پر اسرائیل برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا، ۱۱۴۰ کسان یې ووژل چې اکثر یې ولسي وګړي وو. اسرائیلي مقامات همداشان ادعا کوي چې د حماس جنګیالیو پر اسرائیل د برید په ترڅ کې څه باندې ۲۴۰ تنه یرغمل نیولي چې تر نیمايي زیات یې لا هم د حماس په بند کې دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې روغتیايي مقاماتو ویلي دي چې د اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې په غزه کې څه دپاسه ۳۰۴۱۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

ملګري ملتونه وايي، د غزې د ۲،۴ میلیونو وګړو له ډلې ۲،۲ میلیونه وګړي د قحطۍ په لیکه ولاړ دي او د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG