د لاس رسي وړ اتصالات

د سره صلیب نړیواله کمیټه: غزه کې جګړې هر ډول ګډ انساني احساس له منځه وړی


په غزه کې لوږه
په غزه کې لوږه

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشرې ميريانا سپولياريک، د شنبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۹) وویل چې د غزې جګړې "هر ډول ګډ انساني احساس له منځه وړی دی."

نوموړې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې اسرائيل او حماس بايد نړيوالو قوانينو ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي چې په جګړه کې ګیر پاته دي.

د آغلې سپولیاریک په وینا، د فلسطین محاصره شویو سیمو ته د اړینو مرستو رسول او له دوام څخه یې ډاډ ترلاسه کول "د حل لارې یوه برخه" ده. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د غزې تر ۹۰ سلنه زیات نفوس د قحطۍ له ګواښ سره مخ دی.

هغې وويل: "په غزه کې د بشري ناورين کمول په څرګندې ارادې او عمل سره پيل کيږي چې د ملکي وګړو ژوند او انساني کرامت خوندي کوي. په دې معنا چې دواړه لوري بايد خپل پوځي عمليات په داسې ډول ترسره کړي چې ملکي وګړي چې په منځ کې بند پاتې دي، خوندي وي."

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې دغې لوړپوړې چارواکې زیاته کړه: "دې هدف ته د رسیدو یوازینۍ لاره داده چې ټول اړخونه په جدي توګه د نړیوالو بشردوستانه قوانینو مراعات کړي." هغې زیاته کړه چې د دې په پام کې نیولو پرته چې خلک په کوم اړخ پورې مربوط دي، د هغو خلکو ځان او انساني کرامت باید خوندي شي چې په جګړه کې د ګیر پاته دي.

سپولیاریک وویل: "دا د انسانیت او بربریت تر منځ کرښه ده. د ملکي وګړو د ژوند او روغتیا ساتنه یو اصل دی، استثنا نه ده."

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو پر اسرائیل برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا، ۱۱۴۰ کسان یې ووژل چې اکثر یې ولسي وګړي وو. اسرائیلي مقامات همداشان ادعا کوي چې د حماس جنګیالیو پر اسرائیل د برید په ترڅ کې څه باندې ۲۴۰ تنه یرغمل نیولي چې تر نیمايي زیات یې لا هم د حماس په بند کې دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې روغتیايي مقاماتو ویلي دي چې د اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې په غزه کې څه دپاسه ۳۰۴۱۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

ملګري ملتونه وايي، د غزې د ۲،۴ میلیونو وګړو له ډلې ۲،۲ میلیونه وګړي د قحطۍ په لیکه ولاړ دي او د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې دغې لوړپوړې چارواکې وویل: "اسرائیل، د یو اشغالګر ځواک په توګه، باید د خلکو اساسي اړتیاوې پوره کړي یا د بشري مرستو خوندي او بې خنډه رسولو ته لاره هواره کړي."

هغې له حماس ډلې هم غوښتي چې ټول یرغمل شوي کسان خوشې کړي او د هغوی خوندیتوب او روغتیا ته پاملرنه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG