د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: تمه لرو سږ کال له امریکا څخه ۱۱.۸ میلیارد ډالر ترلاسه کړو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د اوکراین صدراعظم ډینس شمیهال د کتنې پر وخت
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د اوکراین صدراعظم ډینس شمیهال د کتنې پر وخت

د اوکراین صدراعظم نن د فبرورۍ په ۲۵مه (کب شپږمه) وویل، کیف تمه لري چې سږ کال به له امریکا څخه ۱۱.۸ میلیارده ډالره اقتصادي مرسته ترلاسه کړي.

کیف په ۲۰۲۴ کې په داسې حال کې د ۳۷ میلیارد ډالرو بودیجې کسر سره مخامخ دی، چې دا هیواد د روسیې د تیري په وړاندې د ځان د دفاع لپاره مبارزه کوي او د حیاتي مرستو لپاره په خپلو لویدیځو ملګرو تکیه کوي.

ډینس شمیهال په کیف کې د یو تلویزیوني کنفرانس په ترڅ کې وویل، هیله من دی چې امریکايي قانون جوړوونکي به اوکراین ته د اقتصادي او پوځي مرستې تصویبې کړي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن له غوښتنې سره سره د امریکا د کانګرس د استازو خونې رئیس له اوکراین سره د مرستو د لایحې د تصویب مخه نیولې ده.

بایډن په وار وار ویلي چې د ''روسیې د دیکتاتور ولادیمیر پوتین'' پر وړاندې د دریدو لپاره، اوکراین ته د دې مرستو تصویب یوه حیاتي موضوع ده.

د متحده ایالاتو د استازو خونې رئیس مایک جانسن دوه اونۍ دمخه خبریالانو ته وویل چې هغه نیت نلري چې حتی ددې لایحې په اړه د رایې ورکولو اجازه ورکړي.

د امریکا سنا د ۹۵ میلیاردو ډالرو دغه لایحه تصویب کړې ده. د مرستې دغه کڅوړه په عمده توګه د لویدیځ پلوه اوکراین او همدارنګه د متحده ایالاتو ستراتیژیکو لومړیتوبونو - اسرائیل او تایوان ته مالي مرستې چمتو کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره اوونۍ د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل چې د هغه هېواد ته نورې مرستې ورکړي.

هغه له فاکس نیوز تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، که د امریکا کانګرس کیف ته نورې مرستې تصویب نه کړي، بیه به یې د اوکراینیانو ژوند وي.

زیلینسکي وویل چې د امریکا د کانګرس له ملاتړ پرته به اوکراین ژوندي پاتې شي خو ټول اوکراینیان نه.

اوکراین ته د مرستو رسولو لپاره د متحده ایالاتو د لیوالتیا کمښت په اروپا کې د کیف په نورو شریکانو هم اغیز کړی دی.

په هرصورت، اروپايي اتحادیې د دې کال په پیل کې د کیف لپاره د ۱۸ میلیارد یورو مرستې بسته تصویب کړه، چې تمه کیږي د دې کال په په ترڅ کې ورکړل شي.

له بلې خوا د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف د یکشنبې په ورځ وویل، کیف ته د لویدیځ نیمایي ژمنه شوې پوځي مرستې پر خپل وخت نه ورکول کیږي، چې په وینا یې دا ځنډ د روسیې د بریدونو په وړاندې د کیف د ځان د دفاع توان کمزوری کوي او د اوکراین خلک ژوند له لاسه ورکوي.

اوکراین چې د مهماتو له کمښت سره لاس او ګریوان دی، له څو میاشتو راهیسې وایي چې د لوېدیځ مرستې ورته خورا ورو رسیږي او پداسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې یرغل دریم کال ته داخلېږي، دا ځنډ رښتینې ننګونې رامنځته کوي.

عمروف د روسیې د یرغل د دویمې کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل: «اوس مهال ژمنې د سپارلو په معنی ندي. هغه زیاته کړه، «پنځوس سلنه ژمنې پر خپل وخت نه ترسره کېږي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG