د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي جي-۷ ډلې ته: اوکراین 'ستاسو پر وخت پوځي مرستو باندې حساب' کوي


زیلینسکي په کیف کې د کاناډا، ایټالیا او بلجیم له مشرانو سره
زیلینسکي په کیف کې د کاناډا، ایټالیا او بلجیم له مشرانو سره

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي شنبه فبروري ۲۴ (کب ۵) په خپل هېواد د روسیې د پوځي یرغل د دویمې کالیزې په مناسبت وویل چې کیف پر وخت د جي-۷ ډلې یا د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو پر پوځي مرستو حساب کوي.

سره له دې چې د اوکراین ځواکونه د لویدیځ د مرستو له کمښت سره مخامخ دي، زیلینسکي ژمنه وکړه چې هیواد به یې د روسیې پر وړاندې برلاسی شي.

د اوکراین ولسمشر د کیف په ګوستومل هوايي ډګر کې چې د روسیې د پوځي برید په لومړۍ ورځ پرې برید شوی و، وویل ''موږ به بریالي شو.''

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشره او د دریو لویدیځو هیوادونو – ایټالیا، کاناډا او بلجیم – مشران د شنبې په ورځ په اوکراین د روسیې د یرغل د دوهمې کالیزې په مناسبت کیف ته تللي وو چې د دې هیواد سره پیوستون څرګند کړي.

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اورسولا فن دیرلاین په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې له اوکراین سره د اروپايي ټولنې مرستې به د اوکراین د ''خپلواکۍ تر وروستۍ شیبې'' پورې دوام وکړي.

هغې خپل او د یو شمیر لویدیځو چارواکو سفر ته په اشارې سره د ایکس په ټولنیزه پاڼه لیکلي: "زموږ سفر له اوکراین سره زموږ په نه ماتیدونکي پیوستون ټینګار کوي. ستاسو هیواد د مقاومت او آزادۍ په سمبول اوښتی. موږ په جدي ملاتړ سره ستاسو تر څنګ ولاړ یو. او موږ ژمن یو چې روسیه د خپلې ویجاړونکې جګړې بیه ادا کړي."

په ورته وخت کې، کاناډا د شنبې په ورځ وویل چې دوی به له اوکراین سره څه باندې درې میلیارد کاناډايي ډالر چې ۲.۳ میلیارد امریکایي ډالر کیږي، پوځي مرسته وکړي. اوکراین او کاناډا د شنبې په ورځ چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل د دوهمې کالیزې ورځ ده امنیتي تړون لاسلیک کړ.

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو، چې له اوکراین سره د پیوستون د ښودلو لپاره کیف ته تللی، وویل: "موږ به هر هغه څه ته چې اړتیا وي او هر څومره وخت چې ونیسي د اوکراین تر څنګ دریږو."

کیف همداشان د شنبې په ورځ له ایټالیا سره هم امنیتي تړون لاسلیک کړ. تر دې مخکې اوکراین په وروستیو اونیو کې له بریتانیا، فرانسې، جرمني او ډنمارک سره هم ورته امنیتي تړونونه لاسلیک کړي دي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه په اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، کیف د لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا پر مالي او پوځي مرستو متکي دی. خو اوکراین په دې وروستیو کې د پوځي تجهیزاتو او مهماتو له کمښت سره مخ دی، ځکه چې د امریکا کانګرس د دغه هېواد لپاره د ۶۱ میلیارد ډالرو مرستې بسته نه ده تصویب کړې.

روسیه پر اوکراین خپل پوځي یرغل چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه پیل شوی د «ځانګړو عملیاتو» په توګه یادوي، خو اوکراین او د هغې لوېدیځ متحدین د روسیې دغه اقدام د یو خپلواک دولت پر ضد د څرګندې جګړې په توګه ګڼي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG