د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن امریکایي ځواکونه د سپتمبر تر ۱۱ له افغانستان څخه وباسي – رپوټ


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن، په پام کې لري چې د روان کال د سپتمبر تر ۱۱پورې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې د باخبره امریکایي مقاماتو په وینا ددغې طرحې په هکله رپوټ ورکړی چې تمه ده دغه تصمیم د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۴ (وري ۲۵) په رسمي توګه اعلان شي.

پدې توګه ټاکل شوې چې امریکایي ځواکونه د امریکا-طالبانو د دوحې د پریکړې څځه څلور میاشتې زیات په افغانستان کې پاته شي.

خو د ۲۰۲۱کال د سپتمبر په ۱۱د ځواکونو ایستل به په بشپړه توګه د ۲۰۰۱کال د سپتمبر د ۱۱بریدونو په شلمه کالیزه کې وشي چې په افغانستان د امریکا د پوځي ماموریت سبب شوي وو.

له دې دمخه طالبانو ګواښ کړی و چې که امریکا د می د میاشتې په لومړۍ نیټه افغانستان نه خپل ټول ځواکونه ونه باسي تاوتریخوالی به زیات شي.

د رسمي شمیرو له مخې همدا اوس ۲۵۰۰امریکایي سرتیري په افغانستان کې میشت دي. سربیره پر دې د ناټو د غړو هیوادونو ۷ زره سرتیري هم په افغانستان کې دیره دي.

د مۍ د میاشتې وروسته په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د پاته کیدو تصمیم د افغانستان د وضعیت له څیړلو وروسته نیول کیږي. د واشنګټن پوست د رپوټ له مخې د جو بایډن اداره پدې باور ده چې طالبانو سره د مصالحې هڅو سم پرمختګ ندی کړی او دغه ډله لا هم یو امنیتي ګواښ ګڼل کیږي.

یو امریکایي مقام د نوم د نه افشا کیدو په شرط واشنګټن پوست سره مرکه کې ویلي: "دا یو سمدستي واقعیت دی چې زمونږ د پالیسو ارزونې ښودلې دي چې که مونږ د مۍ د میاشتې د لومړۍ نیټې مهلت ونه منو او د وتلو لپاره یو څرګند پروګرام هم ونلرو بیا ناچاره یو چې د طالبانو سره جګړې ته مخه کړو، او دا هغه څه نه وو چې د جمهور رئیس بایډن په نظر زمونږ ملي ګټې خوندي کړي."

هغه زیاته کړه: "د سپتمبر تر میاشتې، پورې به (په افغانستان کې) د خپلو سرتیرو شمیر صفر ته راټیټ کړو."

تر اوسه څرګنده نده چې ددغه تصمیم په هکله به د طالبانو غبرګون څه وي.

دا پداسې حال کې دي چې ترکیې نن اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې په هکله د استانبول غونډه د اپریل د میاشتې په ۲۴پیل کیږي. په دغه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو استازي ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG