د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي جنرال: دریو اونیو کې هم افغانستان څخه عسکر ویستل کېدای شي 


د امریکا د پوځ لوی درستیز
د امریکا د پوځ لوی درستیز

سره له دې چې له افغانستان څخه د امریکايي‌ عسکرو د وتلو ټاکل شوې نېټې ته، چې د مۍ لومړۍ ده،‌ درې اونۍ پاتې،‌ د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال جیمز مکانویل وايي‌ دا کار په دریو اونیو کې هم کېدای شي.

ښاغلي مککانویل نن دوشنبه اپریل ۱۲ (وري ۲۳) امریکايي رسنۍ واشنګټن پوسټ لایف ته وویل: «په سیمه کې مېشت قومندانان باید دا احتمالي‌ پلانونه ولري. دا پلانونه د اوس لپاره موجود دي.»

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې د لوژیستیکي ستونزو له کبله امکان نلري‌ چې د مۍ په لومړۍ نېټه دې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

ولسمشر بایډن هم لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.‌ خو ښاغلي‌ مککانویل وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشران به د حکومت لوړ پوړیو چارواکو ته په دې اړه مشورې ورکوي.

هغه وویل دا په دې پورې اړه لري‌ چې « څومره کسان او څومره تجهیزات باید وویستل شي.»

دا خبرې داسې مهال کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن بروکسل ته تللی چې د ناټو له مشرانو سره د نورو خبرو تر څنګ د افغانستان په مسئلې هم وغږیږي.

د مخکني ولسمشر دونالډ‌ټرمپ‌ ادارې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره د سولې تړون وکړ او د تړون په اساس باید امریکایي ‌ځواکونه د ۲۰۲۱ د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي، خو امریکایي چارواکي وايي دا نېټه د سرتېرو د ویستلو لپاره لنډه ده.

XS
SM
MD
LG