د لاس رسي وړ اتصالات

بلنکن د افغانستان او ایران په هکله د مشورې لپاره بیا اروپا ته ځي


د بهرنیو چارو د وزیر سره د سلا مشورو پدې سفر کې د دفاع وزیر هم برخه لري.
د بهرنیو چارو د وزیر سره د سلا مشورو پدې سفر کې د دفاع وزیر هم برخه لري.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن نن دوشنبه، اپریل ۱۲ (وري۲۳) د ناټو د متحدینو سره د سلا مشورو لپاره اروپا ته ولاړ شي.

ښاغلی بلنکن پداسې وخت کې اروپا ته ځي چې د امریکا حکومت دوه مهمې پریکړې کوي. یوه پریکړه د مۍ د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د ایستلو یا نه ایستلو ده.

د امریکا مخکني حکومت د طالبانو سره د دوحې په تړون کې منلې وه چې تر همدې نیټې به ټول امریکایي عسکر د افغانستان نه ایستل کیږي خو اوسنی حکومت وایي دا پریکړه به "سخته" وي او ټینګار یې کړی چې تر اوسه پدې هکله پریکړه نده شوې.

د بهرنیو چارو د وزیر سره پدې سلا مشورو کې د دفاع وزیر لیوډ آسټن هم برخه لري چې همدا اوس د اروپا د متحدینو سره د خبرو لپاره جرمني ته تللی.

آسټن جرمني ته د تګ نه وړاندې په اسرائیل کې و. اسرائیل ددې سره مخالفت لري چې امریکا دې بیرته د ایران د اتومي تړون سره یو ځای شي.

د بهرنیو چارو وزیر په ټویټر کې لیکلي، " د متحدینو سره د ګډو لومړیتوبونو په هکله ګټورو خبرو ته سترګې په لار یم." ښاغلي بلنکن همدارنګه لیکلي، " مونږ هغه وخت لا ډیر قوي یو چې په ګډه کار وکړو."

ښاغلي بایډن ژمنه کړې چې په یو کال کې به په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوي خو زیاتوي چې د مۍ د میاشتې د لومړي نیټې مهلت رښتینی او عملی ندی.

د بایډن حکومت په افغانستان کې د سیاسي موافقې غوښتنه کوي چې د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د ثبات فرصت برابر کاندي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن تیره میاشت هم په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د ایستلو یا پاتې کیدو په هکله د ناټو د متحدینو سره د سلا مشورو لپاره بلجیم ته تللی و.

ښاغلی بلنکن پداسې وخت کې اروپا ته ځي چې ټاکل شوې د ترکیې د استانبول په ښار کې د افغانستان د سولې په هکله نړیواله غونډه جوړه شي.

د افغانستان حکومت ویلي چې امریکایي چارواکو د استانبول د غونډې اجنډا ورسره شریکه کړې.

د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت بله مهمه پریکړه چې ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزیر به په اروپا کې د ناټو د متحدینو سره پرې غږیږي، د ایران د اتومي تړون سره د امریکا بیرته یو ځای کیدل دي.

د ایران په اتومي تړون د امریکا او ایران تر منځ غیرې مستقیمې خبرې د اتریش په پایتخت ویانا کې د اروپایي هیوادونو په منځګړتوب تیره اوونۍ پیل شوي چې ټولو خواوو د خبرو د پرمختګ نه رضایت ښودلی.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه امریکا ددې تړون نه وایستله او په ایران یې ځپونکي اقتصادي بندیزونه ولګول خو د جمهور رئیس بایډن حکومت غواړي بیرته ددې تړون سره یو ځای شي.

XS
SM
MD
LG