د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د مهاجرت په ځانگړې ویزې د طالبانو سره د سولې اغیز


د طالبانو سره د امریکا د سولې د پلان په نژدې کیدو سره هغه ١٩ زره افغانان د نامعلوم حالت سره مخامخ دي چې د مهاجرت ځانگړې ویزې یا SIVs ته انتظار باسي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي چې که د طالبانو سره سوله وشي نو د افغانستان څخه به ټول امریکایي ځواکونه وباسي. د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره د ٢٠١٩ کال لپاره د SIVs ویزو پلان ندی طرحه شوی.

د مهاجرت ځانگړې ویزه یا SIVs هغو زرګونو عراقیانو او افغانانو ته په پام کې نیول شوی چې د امریکایي ځواکونو سره یې د ترجمانانو او فرهنګي سلاکارانو په توګه کار کړی او یا کار کوي.

دغو ترجمانانو ته ځکه د امریکا د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکول کیږي چې وايي له امریکايي ځواکونو سره په کار کولو افراطي ډلې یې د وژلو ګواښونه کوي او ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

کانګرس د ۲۰۱۴ نه راهیسې د ۱۴۵۰۰ افغانانو درخواستې تصویب کړي دي، خو د جمهور رئیس ټرمپ ادارې ویلي دي چې د یوې بودیجوي مقررې له مخې یې د ۲۰۱۹ کال له بودیجې څخه د څلور زره ویزو پیسې کمې کړې دي.

جانس شینواری چې په ځانگړې ویزې یا اس-آی-وي د امریکا متحده ایالاتو ته راغلی په امریکا کې میشت د "هیڅوک دې پاتې نشي" په نامه ډلې له بنسټ ایښودونکو څخه دی. دغه ډله له هغو کسانو سره مرسته کوي چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځ سره کار کړی وي.

ښاغلی جانس وايي چې د سولې موافقه افغان ژباړونکي نور هم له خطر سره مخامخ کوي "هغوی (طالبان) دلته (متحده ایالاتو) ته نشي راتلای، چې یو امریکایي ووژني. خو تر ټولو اسانه لاره داده چې هغه څوک ووژني چې په افغانستان کې یې د امریکا د پوځ د خدمت پر وخت د هغوی سره مرسته کړی وي".

ښاغلی جانس او د ژباړونکو دغه ملاتړې ډله هغه خطرونه بیانوي چې عراقي او افغان ترجمانان د امریکا له پوځ سره د کار کولو له امله ورسره مخامخ دي.

دوی همداراز د مهاجرت د ځانگړې ویزې یا اس-آی-وي د اوږدې پروسې څخه سرټکوي او وایي چې له افغنستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو امکان دغه ستونزې نورې هم زیاتې کړي او په وینا یې د امریکایي ځواکونو افغان ژباړونکي چې د ځانگړې ویزې لپاره یې درخواستۍ ورکړي او یا درخواستي ورکوي له یو بې سرنوشته وضعیت سره مخامخ کړي دي.

په نیویارک ښار کې د مهاجرینو د ادغام د چارو هم آهنگ کوونکې ارین سلیوان وایي مونږ د ځانگړې ویزې لرونکو مهاجرو ته په ټینگار وایو چې دلته د هغوی هرکلی کیږي، خو ددغه دول خبرونو په اوریدو سره چې نورو پاتې کسانو ته د سفر کولو اجازه نه ورکول کیږي، نو په څرگنده یې یو لړ پریشانۍ او اندیښنې رامنځته کړي دي.

دا چې په ۲۰۱۹ کال کې به بیا هم امریکا ته د مهاجرت ځانگړې ویزې ورکړل شي او که نه دا د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس په راتلونکې پریکړې پورې اړه لري.

XS
SM
MD
LG