د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د سوریې د اساسي قانون د تاریخي غونډې جوړیدو هرکلی کړی


د ملګرو ملتونو په ژنیو کې د ترکیې د اساسي قانون د کمیټې د غړو، مخالفینو او مدني ټولنې د غړو ترمنځ د غونډې جوړیدو هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د پنجشنبې په ورځ ( اکتوبر۳۱) د ترکیې په استانبول کې د منځګړیتوب په کنفرانس کې د خبرو پرمهال وویل چې هیله من دی دا دا غونډه په سوریې کې سیاسي حل او جګړې پای ته رسیدو ته لار هواره کړي.

د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۳۰) په ژنیو کې د سوریې د اساسي قانون د کمیټې غړو، مخالفینو او د مدني ټولنو غړو غونډه پیل کړه. مذاکره کوونکي دنده لري چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې په اساسي قانون کې اصلاحات راولي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتیرش ویلي هیله من دی چې دا لیدنه د سیاسي حل په لوري لومړی ګام وي چې "د سوریې د خلکو د ژوند غمجن فصل پای ته ورسوي او دې ته زمینه برابره کړي چې د سوریې ټول اوسیدونکي په خپله خوښه خپلو اصلي سیمو ته خوندي او په عزت راستانه شي".

خو کردان چې په سوریه کې یې د اسلامي دولت په ماتولو کې رغنده رول لوبولی وايي چې دوی له دې خبرو څخه بهر پاته دي.

د کردانو د دیموکرات شورا غړې الهام احمد وايي"موږ د سوریې د ویتو له کبله د سوریې لپاره د اساسي قانون د لیکلو څخه بې برخې شوې یو، نو ملګري ملتونه باید د دې غلطې محاسبې مسولیت په غاړه واخلي چې موږ ورڅخه ایستل شوې یو".

ملګري ملتونه وايي پر سوریې د ترکي ځواکونو له یرغل وروسته لږترلږه ۱۸۰۰۰۰ کسان بې ځایه شوي چې شپږ نیم میلیون کسان لا مخکې بې ځایه شوې وو.

د ترکیې، روسیې او سوریې حکومتي ځواکونه په ګډه د سوریې په شمال ختیځ سرحد کې ګزمې کوي، امریکايي ځواکونه هم قمیشلي سرحدي سیمې ته ستانه شویدي.

د پنجشنبې په ورځ امریکايي ځواکونو د سوریې په قمیشلي سیمه کې د تیلو زیرمو شاوخوا ګزمې کولې. وروسته له هغې چې له دې سیمې امریکايي ځواکونه ووتل د ترکیې ملاتړو ځواکونو او کردي جنګیالیو ترمنځ پکې سختې جګړې وشوې.

د کردانو د دیموکرات شورا غړې الهام احمد چې واشنګټن ته په سفر راغلې وايي چې ترکي او سوريي پلوه ځواکونو د دوی ۴۰۰ کسان وژلي دي.

میرمن احمد وايي چې په دغو جګړو کې ۵۰۰ ملکیان هم وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان دي.

میرمن احمد د امریکا د دفاع له وزارت څخه وغوښتل چې د سوریې هوايي حریم د ترکیې پر مخ وتړي چې د وژنو مخه ونیول شي.

ترکیه، کردي جنګیالیو ته د ترهګرو په سترګه ګوري، او په دې لټه کې ده چې د سوریې راتلونکې په هکله په هر ډول مذاکراتو کې د ګډون مخه یې ونیسي.

XS
SM
MD
LG