د لاس رسي وړ اتصالات

بل گیټس: په نړۍ کې د پولیو د ویروس د ختمولو لپاره هڅې کوو


گیټس د نړۍ یو د تر ټولو شتمنو اشخاصو دی
گیټس د نړۍ یو د تر ټولو شتمنو اشخاصو دی

د مایکروسافټ شرکت ریس بل گیټس ویلې دی چې د گوزڼ د خاتمې دپاره هڅې جارې دی او په تیرو درو کلونو کې یی په افریقا کې د (وایلډ پولیو) یا د گوزڼ یوه پیښه هم نه ده رامنځته شوې.

بل گیټس وویل چې د دوی اداره به ترهغه پورې هڅې کوي ترڅو چې په نړیواله کچه د پولیو د ویروس بشپړه خاتمه یې نه وي کړې.

ښاغلی بل گیټس چې د نړې د تر ټولو بډایه اوپه ټولنیزو خدمتونو کې مهم رول ادا کونکی شخص دی، امریکا غږ ته په یوې ځانگړې مرکې کې دا خبرې کړې دی.

گیټس وویل اوس هم دغیرمعیارې واکسینو ورکولو له وجې په افریقا کې خلک د پولیو په ویروس اخته کیږي. هغه زیاته کړه چې په پاکستان او افغانستان کې د "وایلډ پولیو" نوې پیښې شوي دي.

بل گیټس دا هم وویل اوس هم ددی خبرې امکان شته چې په افریقا کې پولیو بیا سر راپورته کړې. هغه وویل چې پاکستان په افغانستان کې د پولیو د خپریدو وجه گرځیدلی شی او هغه یې په اړه پر وخت د اقداماتو په پورته کولو ټینگار وکړ.

بل گیټیس زیاته کړه چې هغوي تر اوسه پورې خپل کار نه دی بشپړ کړې او د گوزڼ د خاتمې پورې به خپل کارجارې وساتې.

XS
SM
MD
LG